د پاکستان پولیس: یوه پلار د ټیک ټاک په سر خپله لور وژلې
۱۴۰۴ تیر ۲۱, شنبهد پولیسو یو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «د نجلۍ پلار له هغې څخه غوښتي و چې خپل د ټيک ټاک اکاونټ ډیليت یا حذف کړي. د انکار له کبله هغه خپله لور ووژله.»
پېښه د سه شنبې په ورځ شوې خو خبر ېې وروسته ورکړل شوی دی.
د پولیسو د یو رپوټ له مخې دغه پلار خپله ۱۶ کلنه لور د سه شنبې په ورځ د «ننګ له پاره» وژلې ده. تر پېښې وروسته دغه سړی په سملاسي توګه د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
نور ولولۍ: وسله والو د پاکستان په بلوچستان کي ۹ مسافر وژلي دي
دغه پېښه د پاکستان پلازمینه اسلام آباد ته څېرمه، په راولپنډۍ ښار کې شوې ده. د دغه ښار د پولیسو په وینا، د دوی په تحقیقاتو کې موندل شوې چې د نجلۍ کورنۍ په ابتدا کې هڅه کړې تر څو «دغه قتل یوه ځانوژنه وښي.»
په پاکستان کې چې اکثریت وګړي ېې مسلمان دي، د دې امکانات شته چې له ښځو سره د کورني او ټولنیزو اصولو د نه رعایت په صورت تاوتریخوالی وشي، حتی که دغه کار په آنلاين بڼه هم کیږي.
نور ولولۍ:مولانا خانزيب په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی
تېره میاشت هم په پاکستان کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ چې په ټیک ټاک کې ېې په سلونو زره آنلاین فالورز درلودل، په خپل کور کې د یوه سړي له خوا ووژل شول.
د سنا یوسف په نوم دغې نجلۍ په هکله چې له یو میلیون ډېر فالورز یا تعقیبونکي درلودل، ويل شوي چې په خپلو ويډیوګانو کې ېې تر ډېره د خپلې خوښې کافي شاپونه، د جلد له پاره جوړ محصولات او جامې ښودلې.
نور ولولۍ:کويټه: يوه پلار د ټیک ټاک پر سر خپله ۱۵ کلنه لور وژلې ده
له آرشیف څخه (27.04.2024):