له افغانستانه د ترهګرۍ د خطرونو په اړه د پاکستان خبرداری
۱۴۰۴ تیر ۱۷, سهشنبهپاکستان د دوشنبې (د جولای میاشتې ۷ نیټه) په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې وویل چې له دوی سره د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، بلوچ ازادي بخښونکي پوځ (BLA) او مجید بریګیډ په څیر ترهګرو ډلو ترمنځ د مخ پر ډیریدونکي همکارۍ معتبره اسناد شته، چې هدف یې د هیواد د ستراتیژيک زیربنا او پرمختیایي پروژو په نښه کول دي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد په عمومي اسامبلې کې وویل چې د ترهګرو دغه ډلې په افغانستان کې دننه له خپلو پټنځایونو څخه، چې د حکومت له اغیز څخه لري دي فعالیت کوي.
دغه خبرداری په داسې یو وخت کې ورکول کیږي چې په دې وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پيښې ډیرې شوې دي.
د جون په ۲۸ نیټه په شمالي وزیرستان کې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر له یوه پوځي کاروان سره جنګولی و چې په پایله کې یې ۱۶ عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او ډیر شمیر ملکیان ټپیان شوي ول.
له دې پيښې څو ورځ وروسته په باجوړ کې پنځه تنه لوړپوړي چارواکي هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د معمول د ګزمې پر مهال د سړک د غاړې پر بم ور برابر شو.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي څه وویل؟
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي سفیر عاصم افتخار احمد په عمومي اسامبلۍ کې وویل چې د ترهګرو له خوا اکثره داسې بریدونه له هغو عصري وسلو سره کیږي چې نړیوالو ځواکونو په ۲۰۲۱م کال له افغانستان څخه د وتلو پر مهال هلته پريښي ول.
هغه وویل: «په تیرو دوو اونیو کې په افغانستان کې میشت ترهګرو دغه عصري وسلې د پاکستان پر ضد مخ پر زیاتیدونکو حملو کې کارولي دي.»
د پاکستان سفیر زیاته کړه چې د اټکلونو له مخې د پاکستان تحريک طالبان يا ټي ټي پي ډله نږدې ۶۰۰۰ جنګیالي لري چې دا د ملګرو ملتونو له خوا ترهګر بلل شوې تر ټولو لویه ډله ده، چې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.
هغه وویل چې دغه ډله نه یوازې د پاکستان، بلکې د سیمه ایز او نړیوال ثبات له پاره هم یو خطر دی.
نوموړي په افغانستان کې د ځینو نورو ډلو نومونه هم یاد کړل چې په هغو کې د داعش خراسان څانګه، القاعده او د بلوچ بیلتون غوښتونکو مختلفې څانګې شاملې دي.
هغه وویل: «مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان د ترهګرو ډلو د زیږیدو پر ځای بدل نه شي، چې د دغه هېواد د ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې له پاره خطر دی.»
نوموړي پر ملګرو ملتونو او نړیوالو قدرتونو ټینګار وکړ چې د معاملاتو د خرابوونکو داسې ډلو پر وړاندې عملیات وکړي، چې یو وار بیا په سیمه کې شخړو ته هوا ور کولی شي.
د کابل او اسلام آباد ترمنځ مذاکرات
کابل او اسلام آباد د دوشنبې په ورځ د معینانو په کچه لومړني مذاکرات وکړل چې په اپریل میاشت کې افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سفر پر مهال د شوي تړون په اساس ترسره شول.
په دغو مذاکراتو کې د افغانستان او لویدیځ اسیا له پاره د پاکستان استازي سید علي اسد ګیلاني او د طالبانو ادارې د پلاوی مشري مفتي نور احمد نور کوله.
په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو وزارت دفتر په یوه اعلامیه کې وویل چې دواړو خواو پر سوداګریزو چارو، ترانزیتي همکاریو، امنیت او د اړیکو په بهترولو خبرې کړي دي.
دواړو اړخونو ترهګري د سیمې د امنیت له پاره لوی خطر وباله او پر دې خبرې سره سلا شول چې د امنیتي مسایلو د حلولو پرته، سیمه پرمختګ نه شي کولی.
په دې ترڅ کې پاکستاني پلاوي «د افغانستان په خاوره کې د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د سختو اقداماتو» پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې داسې ډلې امنیت ته زیان رسوي او دا د سیمه ایز پرمختیا په لاره کې خنډ دي.
په خبرو اترو کې د سوداګرۍ د پیاوړی کولو پر اقداماتو هم غور وشو چې په هغې کې د افغانستان تجارتي ترانزیت په برخه کې اسانتیا، ۱۰ سلنه د پروسس فیس یا محصول کمول، د بیمې ضمانت، د سکن کمول او د ټریک اینډ ټریس سستم يا د توکو او مالونو د تعقيب سیسټم فعالول شامل دي.
د ملاقات پر مهال د ازبکستان-افغانستان- پاکستان ریل لیکي پر موافقې هم بحث وشو او دواړو اړخونو موافقه وکړه چې باید ژر یې عملي کړي. د افغان مهاجرو بیرته ستنیدل هم د بحث مهمه موضوع وه.
د مذاکراتو د راتلونکي پړاو نیټه به د دواړو هیوادونو په مشوره وټاکل شي چې په هغه کې به دواړه هیوادونه د ګډو ننګونو سره د مقابلې په برخه کې خپله ژمنتیا څرګندوي.