«پاکستان غواړي ټول افغان مهاجر له هېواده وباسي»
۱۴۰۳ اسفند ۱, چهارشنبهدا خبرداری نن، چهارشنبه (۲۰۲۵م کال د فيبرورۍ ۱۹) په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو د ادارې له خوا کنتروليږي، ورکړل شوی دی.
سفارت د پاکستان له دې پلان سره سخت مخالفت ښوولی دی او په دې تړاو یې يوه کلکه لهجه لرونکې اعلاميه خپره کړې ده. په دې اعلاميه کې راغلي دي چې افغان اتباع په پلازمېنه اسلام آباد او نږدې پراته ښار راولپنډۍ کې نيول کيږي، له پلټنو سره مخامخ کيږي او د پوليسو له لوري ورته له دې ښارونو څخه د وتلو او د پاکستان په نورو برخو کې د میشتېدو امر کيږي.
په اعلاميه کې زياته شوې ده: «د افغانانو د نيولو پروسه چې د هيڅ ډول رسمي اعلان پرته پېل شوې ده، په اړه یې هيڅ رسمي استازي په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ته رسمي خبر نه دی ورکړی.»
چارواکو همدا راز زياته کړې ده چې هغه کسان چې مخکې راجستر شوي دي، د استوګنې موده یې د ۲۰۲۵م کال تر جون میاشتې پورې غځول شوې ده او لږ تر لږه د دغه مودې تر ختميدو پورې نه نيول کيږي او نه هم اخراجيږي.
د پاکستان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
دا تازه پرمختګ په داسې حال کې شوی دی چې تر دې دوې اونۍ دمخه د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته د اخراجولو ګواښ کړی وو چې په دغه هېواد کې په غير قانوني توګه ژوند کوي.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، هم د هغو کسانو د اخراج خبره تائيد کړې وه چې يوه دريمګړي هېواد ته د تللو په انتظار په پاکستان کې دي. شريف، ويلي ول چې که د دريمګړو هېوادونو له خوا یې قضیې په چټکۍ سره ونه ارزولي شي، نو دغه کسان به اخراج کړل شي.
اړونده موضوع: په پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعیت په هکله د آلمان اندېښنه
په اسلام آباد کې افغان سفارت چې د طالبانو د ادارې له خوا یې کارونه پرمخ وړل کيږي، ويلي دي چې «لا دمخه یې له پاکستاني چارواکو او نړيوالو سازمانونو سره د ملاقاتونو پر وخت په دومره لنډه موده کې د افغانانو د ډله ایز اخراج او د پاکستان د ځانګړي ماهيت لرونکې پريکړې په تړاو خپلې جدي انديښنې شريکې کړې دي.»
دريمګړو هېوادونو ته د انتقال په تمه ناست افغانان او مشکلات یې
پاکستان د مارچ مياشتې ۳۱مه نيټه له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه د افغان مهاجرو د ايستلو ضرب الاجل په توګه ټاکلې ده، څو یې په دې توګه په هغه صورت کې چې د دريمګړو هېوادونو له لوري انتقال نه شي، اخراج ته تياری ونیول شي.
چارواکو ويلي دي چې دوی له دغو دريمګرو هېوادونو سره په تماس کې دي.
په تېرو دريو کلونو کې په لسونو زره افغانان پاکستان ته ګډه شوي دي. له دوی څخه ډېر یې په افغانستان کې د امريکايي حکومت، رسنيو، مرستنديوه ټولنو او يا حقوقي سازمونونو سره د همکارۍ له کبله په امريکا د ځای پر ځای کيدو د پروګرام له لارې منل شوي دي.
خو د متحده ايالاتو نوي ولسمشر دونالد ترمپ، تېره مياشت امريکا ته د مهاجرت پروګرام متوقف کړ چې له دغه وخت راهېسې دمګړۍ څه نا څه ۲۰ زره افغانان په پاکستان کې له يوه ستونزمن وضعيت سره مخامخ دي.
تېره میاشت د ترمپ، ادارې اعلان وکړ چې د مهاجرو د منلو پرورګام د جنورۍ مياشتي له ۲۷ نيټې څخه، لږ تر لږه تر دريو میاشتو پورې ځنډوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميسارۍ (يو ان ايچ سي آر) په حواله د هغو په سونو زرو افغان کډوالو ترڅنګ چې په غیر قانوني توګه په پاکستان کې ژوند کوي، په دغه هېواد کې څه نا څه ۱،۴۵ ميليونه راجستر شوي افغان کډوال هم میشت دي.
د مهاجرت نړيوال سازمان (آی او ام) رپوټ ورکړی دی چې په جنوري مياشت کې له پاکستان څخه د افغانانو د اخراج لړۍ چټکه شوې ده. د دغه سازمان د روانې اونۍ په يوه رپوټ کې ويل شوي دي چې «له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه افغان اتباع افغانستان ته اخراج شوي دي.»
د آی او ام په رپوټ کې ويل شوي دي چې له جنورۍ میاشتې راهېسې د بيرته ستنېدونکو افغانانو په شمير کې ۱۳ سلنه ډېروالی راغلی دی.