«پاکستان بلوچستان ایالت کې د ناامنيو له وجې پوهنتونونه وتړل»
۱۴۰۳ اسفند ۲۸, سهشنبهد بلوچستان د ایالتي حکومت یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې تېره اوونۍ د مرکز کوټې ښار دوو پوهنتونونو ته «تر نامعلوم وخت» د تړلو امر شوی و او د یو بل پوهنتون نن سه شنبه (د مارچ ۱۸مه) وتړل شو. هغه وویل چې درسونه په آنلاین بڼه ورکول کیږي.
دغه چارواکي وویل چې «دغه تصمیم عمومي امنیتي وضعې تر ارزونې وروسته نیول شوی دی.»
نور ولولئ: بلوچستان کې پر ريلګاډي بريد؛ امنيتي چارواکي وايي د ټولو بريدګرو په وژلو سره یې برمته پای ته رسولې
د هغه په خبره «د امنيتي اندېښنو له کبله تصمیم نیول شوی چې تدریس به تر امر ثاني پورې په آنلاین بڼه ورکول کيږي.»
یاد پاکستاني چارواکي دا هم وویل چې د پوهنتونونو د بېرته خلاصولو پرېکړه به تر اختر وروسته چې لا دوه اوونۍ ورته پاته دي، نیول کیږي.
نور ولولئ: بلوچستان: پر ریل په برید کې ډېر کسان وژل شوي او د نورو د ژغورنې عملیات روان دي
په وروستیو کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې بلوچ بیلتون غوښتونکو له لوري د پاکستان پر امنيتي ځواکونو حملې ډېرې شوي دي. دغې ډلې تېره اوونۍ د یاد ایالت په یوه غرنۍ سيمه کې پر یوه اورګاډي بريد وکړ او پکې سپاره مسافر یې برمته کړل. د پاکستان د حکومت په حواله په دغه حمله کې د ۱۸ عسکرو په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي ول.