د پاکستان پوځ وايي ۱۲ هندي ډرونونه یې ویشتلي دي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبهد پاکستاند پوځ وياند جنرل احمد شريف، نن، پنجشنبه وويل چې د شپې له خوا د هند يوې بې پېلوټه الوتکې لاهور ته څېرمه يوه پوځي اډه هدف ګرځولې چې په ترڅ کې یې ۴ عسکر ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې په بريد کې دغه پوځي اډه قسماً ویجاړه شوې ده.
نوموړي همدا راز وويل چې په سويلي ایالت سيند کې يو ملکي وګړی وژل شوی او يو بل ټپي شوی چې د يوه ويشتل شوي ډرون ملبه د استوګنې پر سيمه غورځېدلې ده.
د پاکستان امنيتي چارواکو تر دې مخه ويلي ول چې په لاهور ښار کې یې یوې پوځي اډې ته نژدې د هندوستان یو ډرون راغورځولی دی.
نور ولولئ: ډیری هوايي شرکتونه د پاکستان له فضا څخه له پروازونو ډډه کوي
په لاهور کې د ځايي پولیسو مشر، محمد رضوان، وویلي ول چې یو ډرون، والټن هوايي ډګر ته نژدې راغورځول شوې دی. والټن په لاهور کې یو کوچنی هوايي ډګر دی چې د هندوستان سرحد ته په شاوخوا ۲۵ کیلومترۍ کې په یوه رهایشي علاقه کې واقع دی چې پوځي تاسیسات هم په کې شته.
د پاکستان دوو امنيتي چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشتید پریس ته تائید کړه چې د پاکستان دافع هوا سیستم یوه ډرون راغورځولې ده. خو روښانه نه ده چې دغه ډرون مسلح وه او که نه.
ځايي رسنیو بیا رپوټ ورکړی چې دوه نور ډرونونه د پنجاب ایالت په نورو ښارونو کې راغورځول شوي دي.
نور ولولئ: د هند او پاکستان نوی کشمکش؛ پاکستان د یوه بل بالستیک توغندي آزموینه کړې
اوسوشتید پریس زیاتوي چې هندي چارواکو ورته په دې ارتباط سملاسي څه نه دي ويلي او دغه آژانس په خپله دغه ادعا په خپلواکه توګه تائیدولی نشي.
پاکستاني چارواکي دغه ادعا یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې هندوستان د پاکستان په پنجاب او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یو شمېر اهداف په نخښه کړل. د رپوټونو مطابق په دغو حملو کې ۳۱ کسان وژل شوي دي. د هند حکومت ویلي چې د ترهګرو بنسټونه ېې ويشتلي خو پاکستاني چارواکي وايي چې وژل شوي کسان ملکیان دي.
د هندوستان او پاکستان ترمنځ په هندي کشمیر کې د اپریل ۲۲ خونړۍ حملې وروسته کړکيچ شدید شوی دی. پر سیلانیانو د وسله والو په یاده حمله کې ۲۶ کسان ووژل شول.
نور ولولئ: طالبان: د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ د سیمې په ګټه نه دی
هندوستان د چهارشنبې په ورځ وويل چې له دغې حملې سره په تړاو ېې په پاکستان کې لږ تر لږه ۹ ځایونه په نخښه کړل. په مقابل کې ېې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د هندوستان پنځه جنګي جيت ېې ويشتلي دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تېره شپه ژمنه وکړه چې د دغو وژنو غچ به اخلي خو نور جزئيات ېې ورنکړل. دې سره د هند او کشمیر ترمنځ سرحد کې د شخړې د زیاتېدو اندېښنې راپارېدلي دي.
بل لور ته هندي چارواکو د هندي او پاکستاني کشمیر ترمنځ دي فکتو سرحد چې »لاین آف کنټرول« يا د کنترول کرښه هم بلل کيږي، ته له نژدې کلیو څخه په لسونو زره اوسیدونکي تخليه کړي دي. دغه علاقې په لوړه کچه پوځي شوي دي.
نور ولولئ: هند او پاکستان؛ لس ورځې کيږې د ډزو تبادله روانه ده
چارواکو او ځايي اوسیدونکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغو خلکو تېره شپه له خیمو او سرپناه پرته په راڼه مېدان کې تېره کړې ده. د پولیسو درو افسرانو د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې د ځينو ښارګوټو اوسیدونکو، لکه د اوري او پونچ په خپله اړ شوي چې کورنه ېې پرېږدي.
له آرشیف څخه: