پاکستان: بلوچ بیلتون غوښتونکو د مسافرو د وژنې پړه منلې
۱۴۰۳ اسفند ۲, پنجشنبهد پاکستان د بلوچستان ایالت په بارکهان سيمه کې پر يوه مسافر وړونکې سروس موټر باندې د بريد په ترڅ کې وسله والو له دغه موټر څخه پنجابي مسافر راکښته کړي او بيا یې په ډزو وژلي دي.
له افغانستان او ايران سره ګډه پوله درلودونکی بې وزلي خو په طبيعي زيرمو غني ایالت بلوچستان کې امنيتي ځواکونه له لسیزو راهېسې د فرقه يي او نژادي بيلتون خوښوونکي تشدد پر وړاندې مبارزه کوي.
اړونده موضوع: د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د وسله والو بيلتون غوښتونکو پر ضد نوي عمليات ترسره کوي
په دې ایالت کې پر امنيتي ځواکونو او نژادي ډلو باندې بريدونه په دې وروستيو کې ډېر شوي دي. بريد کوونکي په ځانګړي توګه د پاکستان د پنجاب ايالت چې د پاکستان د تر ټولو شتمن ايالت او د پوځ له پاره د جلب د مرکز په سترګه ورته کتل کيږي، عادي کارګر په نخښه کوي.
د بلوچ بيلتون غوښتونکو د «بلوچستان لېبريشن آرمي» يا «بي ال ای» په نوم ډلې د سې شنبې په ماښام د ترسره شوي دې بريد پړه منلې ده. د دغه ډلې له خوا ويل شوي چې «د پاکستان پوځ او د هغه استخباراتي ادارې» یې هدف ګرځولي دي.
دغي ډلې په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «بي ال ای د دې عملياتو مسئوليت مني او د دښمن د پوځ ټولو جاسوسانو ته خبرداری ورکوي.»
د سيمه ایز حکومت يوه چارواکي سعادت حسين، د چهار شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چې د پنجاب ايالت دغه ۷ کارګر تر هغه وروسته په اصطلاح اعدام شوي چې د سروس موټر ټايرونه یې چول شوي او دوی ته له موټره د ښکته کيدو لارښوونه شوې.
اړونده موضوع: بلوچستان: په وسله والو نښتو کې د وژل شویو شمیر۷۳ کسانو ته رسېدلی
د «بلوچستان لیبريشن آرمي» په څېر ډلې د بلوچستان د خپلواکۍ له پاره وسله واله مبارزه کوي. بلوچ بيلتون غوښتونکي ادعا کوي چې سيمه یې د بهرنيانو له خوا استثماريږي او د طبيعي سرچينو شتمني یې په داسې حال کې غلا کيږي چې د سيمې ولس ته یې هيڅ ګټه نه رسیږي.
د فرانسې د خبري آژانس د شمیرو په حواله په روان میلادي کال کې تر اوسه په پاکستان کې د بريدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۸ کسان وژل شوي دي. له دې کسانو اکثريت یې د امنيتي ځواکونو غړي دي چې د دولت ضد وسله والو له لوري په نخښه شوي.
د «امنيتي مطالعاتو او څيړنو» د يوه اسلام آباد مېشتي مرکز په حواله تېر کال د پاکستان له پاره په يوه لسیزه کې تر ټولو خونړی وو چې د بريدونو په ترڅ کې پکې ۱۶۰۰ کسان وژل شوي دي.
تر ټولو ډېر بريدونه د پاکستان په لویدیځو سيمو کې د افغانستان او ايران پولو ته څيرمه ترسره کيږي.