د پاکستان پوځ: په کرک کې شپږ وسله وال وژل شوي
۱۴۰۳ اسفند ۳, جمعهد پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي چې دغه کسان د خیبر پښتونخوا ایالت په کرک علاقه کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال د رامنځ ته شوې شدیدې نښتې پر مهال وژل شوي دي.
زیاته شوې چې په سیمه کې د نورو وسله والو د موندلو په موخه عملیات ادامه لري.
ورته نور ولولئ:پاکستان: بلوچ بیلتون غوښتونکو د مسافرو د وژنې پړه منلې
پوځ د وژل شوو وسله والو په هکله جزئيات نه دي ورکړي، خو دا ډول عملیات تر ډېره د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يا پاکستاني طالبانو پر ضد ترسره کوي.
خبري سرچېنې وايي د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه علاقه کې هم پراخ چاڼيز عملیات روان دي. دغه علاقه په وروستیو میاشتو کې د شیعه او سني مذهبي ډلو ترمنځ د پر له پسې خونړیو نښتو شاهده پاته شوې چې شاوخوا ۱۳۰ تنه په کې وژل شوي دي.
ورته نور ولولئ: په کورمه کې څلور پاکستاني ځواکونه وژل شوي دي
په دې لړ کې پر هغو امنیتي ځواکونو هم حملې شوي چې کرمې ته د مرستو کاروانونو رسوي.
پاکستاني چارواکي وايي امنيتي ځواکونو روانه اوونۍ د دغو حملو په تړاو ۸۴ مشکوک کسان نيولي چې ځينې ېې په سیمه کې پر شیعه ګانو شوو حملو کې دخیل دي.
ورته نور ولولئ: پاکستان: کرمې ته د مرستو رسولو پر کاروان برید شوی