د پاکستان حکومت منلې چې په پوځي عملیاتو کې ېې ملکيان وژلي
۱۴۰۴ فروردین ۱۰, یکشنبهپاکستاني چارواکو د شنبې ورځې په ماښام د دغو ملکیانو پر وژنې اعتراف وکړ. دغه کسان د خیبر پښتونخوا ایالت په یوه لیرې پرته غرنۍ علاقه، کاټلنګ، کې د شنبې په ورځ سهار وختي د پاکستان د امنيتي ځواکونو د اورپکو ضد یو عملیات پر مهال وژل شوي دي. د رپوټونو پر اساس، په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویاند، محمد علي سیف، وویل چې د رپوټونو مطابق د پېښې ځای د تروریستي عناصرو له خوا د یو «پټنځای او تګ راتګ د یوې نقطې په توګه کارول کېده.» ویاند زیاته کړه چې په نورو معلوماتو کې روښانه شوه چې دغه ځای ته څېرمه ملکیان میشت ول.
ځایي خلکو ويلي د پېښې له ځایه یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسو مړو جسدونه راوښکلي دي.
ځايي اوسېدونکي ويلي چې دغه کسان د شملزو غرونو کوچیان ول چې د سوات علاقې پورې تړاو لري.
د قربانیانو کورنيو د مړو جسدونه د سوات پر لوېه لار ايښي او اعتراضونه ېې کړي دي.
سیف د دغو ملکیانو پر وژنه خواشيني څرګنده کړه او وې وېل چې دغه غمیزه د ترهګرو د په نخښه کولو په پایله کې رامنځ ته شوې ده. هغه وويل: «د عملیاتو پر مهال د ملکیانو حفاظت تل له لوړو لومړيتوبونو دي.»
ویاند زیاته کړه چې د مغلقې اراضي او دا چې وسله وال له ملکیانو څخه د سپر په توګه استفاده کوي، ځینې وخت د عملیاتو د فوري اړتیا له کبله د تمې خلاف پېښې پکې رامنځ ته کيږي.
د ایالتي حکومت ویاند دا هم وویل چې د دغې پېښې ټپیانو سره فوري روغتیاي مرستې شوي او قربانیانو کورنیو سره د تاوان ضمانت شوی دی.