پاکستان کې د پولیو دوې نوي پېښي ثبت شوي دي
۱۴۰۳ اسفند ۱۰, جمعهد پاکستان په سیند او پنجاب ایالتونو کې د پولیو دغه دوې نوي پېښې د پاکستان د پولیو د امحا پروګرام له خوا تائيد شوي دي. له دې سره د ۲۰۲۵ کال له پيل راهیسې په پاکستان کې د پولیو پېښې پنځو ته لوړې شوي دي. په ۲۰۲۴م کال کې پاکستان په مجموعي توګه د پولیو ۷۴ پېښې درلودې.
په پاکستان کې د پولیو نوې پېښې د دغه هېواد د پولیو د دايمي لمنځه وړلو هڅې له ننګونو سره مخ کوي.
همدا د روانې مياشتې په سر کې هم پاکستان د ټول هېواد په سطحه د پولیو یو، یو اوونيز واکسيناسیون پيل کړ، تر څو پکې ۴۴ اعشاریه ۲ میلیونه هغه ماشومان چي لا پنځه کلنۍ ته نه دي رسېدلي، واکسین کړي.
د پاکستان په ځينو علاقو کې د پولیو پر واکسین بې باوري هم شته چې ګواکې دغه واکسین د غرب يوه توطيه ده. په دا ډول علاقو کې د کور په کور واکسين د تطبیق له پاره امنيتي ځواکونه د واکسیناتورانو امنيت نیسي چې وخت ناوخت پرې وسله والې حملې هم شوي دي.
له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې په دا ډول حملو کې څه باندې ۲۰۰ د پولیو کارکوونکي او پاکستاني پولیس وژل شوي دي. پاکستان او افغانستان کې د پولیو ناروغۍ په بشپړه توګه نه ده محوه شوې، خو د محوې له پاره ېې هڅې کيږي.
په افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۲۴م کال کې د پولیو د واکسیناسیون وروستی کمپاین د دسمبر مياشتي پر ۲۳مه پیل کړ.
پوليو يا ګوزڼ چې یوه ساري مکروبي ناروغي ده، د فلج کيدو او حتی د انسان د مړينې باعث هم ګرځېدلی شي.