«پر ایران باندې د امريکا په بريد کې مو همکاري نه ده کړې»
۱۴۰۴ تیر ۲, دوشنبهپاکستاني چارواکو هغه ټول رپوټونه «په بشپړه توګه ناسم او بې بنسټه» بللي دي چې پکې ادعا شوې چې پاکستان امريکا ته د ایران پر اتومي تاسيساتو باندې د پوځي بريدونو له پاره د خپل هوايي قلمرو او يا سمندري سیمې د کارولو اجازه ورکړې وه.
د پاکستان حکومت دا ادعاوې په داسې حال کې رد کړي دي چې د ایران پر اتومي بټيو باندې د امريکا تر بريدونو وروسته وضعيت وار په وار ترينګلی کیږي.
اړونده موضوع: پاکستان: که ایران بې ثباته شي په سرحد کې به ترهګري ډېره شي
چارواکو پر رسنيو او عامه خلکو دواړو باندې ټینګار کړی چې د هر ډول خبر تر خپرولو د مخه یې بايد کره والی د باور وړ او دولتي سرچینو له لوري تائيد کړي.
د يادولو وړ ده چې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ټولنیزو رسنيو د خپل پلیټفارم تروت سوشل له لارې د ایران پر اتومي تاسيساتو باندې ترسره شوي عمليات بريالي بللي دي او ويلې یې دي چې په دې بریدونو کې یې د فردو، نطنز او اصفهان تاسیسات په نخښه کړي دي.
د پاکستان د دولتي تلویزيون «پي ټي وي» په حواله د هند ځينو رسنيزو ادارو د دې ادعاو په اړه ډېر په شدت سره رپوټه ورکړل چې امريکايي الوتکې بي ټو او جنګي الوتکو ایران ته د رسېدو په موخه د پاکستان له هوايي قلمرو څخه تېرې شوې وې. په اسلام آباد کې چارواکو دا ادعاوې «قصدي ناسم معلومات» بللي او هغه یې رد کړي دي.
يوې لوړپوړې حکومتي سرچينې رويترز ته وويل: «دا رپوټونه په ځانګړي توګه د هندي رسنيو د يوې ځانګړې کړۍ د درواغو د داعیې د يوې پراخې نمونې برخه دي.»
د پاکستان د ملي امنيت د کمیټې غونډه
په ایران کې پر دريو اتومي تاسيساتو باندې د امريکا د هوايي بريدونو وروسته د سيمې پر وضعيت د غور له پاره نن، دوشنبه د پاکستان د ملي امنيت د کميټې (ان اس سي) يوه بيړنۍ غونډه رابلل شوې ده.
د لومړي وزير شهباز شريف، د دفتر سرچینو پاکستاني رسنيو ته ويلي دي چې د ان اس سي غونډه به د دوشنبې په ماښام ترسره شي. په دې غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر فيلډ مارشال عاصم منير، هم ګډون کوي.
اړونده موضوع: اسرائیل: په تهران کي د اوین پر زندان او سپاه پاسداران باندي هوايي برید
د دغه کميټې مشري لومړی وزير کوي او د ملکي ادارې او پوځ دواړو لوړپوړي چارواکي او افسران به پکې ګډون ولري. دا د امنيت د ارزونې تر ټولو ستر ملکي فورم دی.
جنرال عاصم منیر، چې په دې وروستیو ورځو کې یې امريکا ته هم سفر کړی وو، له یادې کميټې سره به له ولسمشر ترمپ، سره د خپل ملاقات جزئیات هم شريک کړي.
پاکستان پر ایران د امريکا بریدونه غندلي
پاکستان د عاصم منير، اوولسمشر ترمپ، ترمنځ د خبرو اترو څلور ورځې وروسته د ایران پر اتومي تاسيساتو باندې د امريکا بريدونه په کلکه غندلي دي.
د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې د امريکايي بریدونو غندنه کړې او دا یې له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه بللې ده. همدا راز د دې بريدونو له کبله په سيمه کې د ترينګلتيا په اړه هم انديښنه څرګنده شوې ده.
اړونده موضوع: اسرائیل: د ایران اټومي پروګرام دوه تر درو کلونو وځنډول شو
د بهرنيو چارو وزارت پخپله اعلاميه کې زياته کړې ده: «موږ يو ځل بيا تکراروو چې دا بريدونه د نړيوال قانون له ټولو اصولو څخه سرغړونه ده او ایران د ملګرو ملتونو د منشور په چوکاټ کې له خپل ځان څخه د دفاع مشروع حق لري.»
د بهرنيو چارو وزارت ويلي: «د ایران پر وړاندې د روان تیري له وجې د ترينګلتيا او تشدد ډېروالی، چې مثال یې نه ترسترګو کيږي، ډېر د اندیښنې وړ دی او هر ډول نوره ترينګلتيا به پر سيمه او له سيمې څخه دباندې ډېرې زيان رسوونکي اغیزې ولري.»
پاکستان ويلي دي چې «ټول ښکیل اړخونه د نړيوال قانون، په ځانګړي توګه نړيوال بشري قانون ته باید درناوی ولري.»