پاکستان ولې له سعودي عربستانه خپل سفير ور غوښتی؟
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۰, جمعهد سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د پاکستان سفير راجه علي اعجاز او د سفارت نور شپږ کارکوونکي د پلټنو تر بشپړيدو پورې بيرته غوښتل شوي دي.
د پاکستان د لومړي وزير عمران خان يوه مشاور سيد ذولفقار بخاري وويل چې له تېرو څو میاشتو راهيسې په سعودي عربستان کې د مزدورۍ په موخه د میشتو پاکستانيانو له خوا د سفارت په اړه شکايتونه کیدل.
بخاري د دغه شکايتونو د نوعيت په اړه دقيق جزيات په ډاګه نه کړل خو ویې ویل چې کارکوونکو د سفارت پر عملی له هغوی سره د ناوړه چلند تور لګولی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې «په بهر کې د ميشتو پاکستانيانو خوښي او آرامتيا ورته ډېره مهمه ده ځکه هغوی د دغه هيواد «ستره سرمايه» ده چې په بهر کې یې استازيتوب کوي.»
د وزارت له خوا ویل شوي: «په عمومي خدماتو کې د تیروتنو په مقابل کې به هیڅ زغم ونه ښوول شي.»
تر دې څو ساعته مخکې لومړي وزيرعمران خان يوې غونډې ته د وينا پر مهال په بهر کې د میشتو کارکوونکو له پاره د آسانتياوو رامنځته کېدو يوه طرحه معرفي کړه.
د سعودي عربستان په ګډون د خليج په نورو هيوادونو کې کارکوونکي پاکستانيان د دغه هيواد د اقتصاد له پاره ډېر مهم ګڼل کيږي.
عمران خان په خپله وينا کې د سفير د ور غوښتلو موضوع په دقيقه توګه ياده نه کړه خو ویې ویل چې په ځینو مواردو کې د سفارت کارونکي له دغه مزدورانو څخه د پېسو اخيستو هڅه کوي.
پاکستان او سعودي عربستان له اوږدې مودې راهيسې ډېري ژورې او دوستانه اړيکي لري. دغه شاهي سلطنت پاکستان ته د تیلو ستر صادرونکی هم دی.
ب. ص/ ن. ز (AP)
زموږ له آرشيف څخه: