د بهرنیو اتباعو په ګډون ۱۴۹ کسان د جعل کارۍ په تور نیول شوي
۱۴۰۴ تیر ۱۹, پنجشنبهد پاکستان د سایبري جرمونو د تحقیقاتو ملي ادارې (NCCIA) له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «د چاپې پر مهال د تلیفوني اړیکو یو لوی مرکز کشف شو چې د پونزی سکیمز(مالي فریب) او پانګونې په جعل کارۍ کې ښکیل و.»
د نوموړي ادارې په خبر پاڼه کې زیاته شوې ده: «د دې جعلي شبکې له لورې خلکو ته فریب ورکول کیږي او په غیر قانوني ډول ډیرې زیاتې پيسې راټولیږي.»
د دغې ادارې په حواله د استخباراتي معلوماتو په اساس په فیصل اباد ښار کې د دې شبکې پر وړاندې عملیات ترسره شول.
د سایبري جرمونو د تحقیقاتو ملي ادارې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د ښاري بریښنا شبکې د پخواني مشر تحسین اعوان پر کور چاپه ووهل شوه، خو هغه پخپله نه دی نیول شوی.
په نیول شوو کسانو کې د ۷۸ پاکستاني او ۴۸ چینایي اتباعو سربیره د نایجیریا، فلېپين، سريلانکا، بنګله دیش، زمبابوی او میانمار اتباع شامل دي. په نیول شوو کسانو کې ۱۸ ښځې هم شاملې دي.
د پولیسو په حواله له دغو جعل کاریو څخه اغیزمن شوي کسان به د خپلې پانګونې یوه برخه ترلاسه کړي او د پاتې پيسو د ترلاسه کولو هڅه به وشي.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «تورنو کسانو د وتس آپ ګروپونه چلول چیری چې به دوی د ټک ټاک او یوټیوب د مختلفو شبکو د سبسکرایب کولو په شان د جعلي پانګونې کار په سپارلو سره، خلکو ته د ګټې کولو لالچ ورکولو. بیا به د لا زیات انلاین کاروونو له پاره دوی د ټیلي ګرام لینکونو ته انتقالیدل، چیرې چې ډیرې پانګونې ته اړتیا وي».