پاکستان د ناسمو معلوماتو خپرونکي ته د ۳ کلونو بند سزا ټاکي
۱۴۰۳ بهمن ۹, سهشنبهدا قانون به هغه کس هدف ګرځوي چې په «قصدي توګه» د انترنت له لارې داسې معلومات خپروي چې «د هغه په اړه داسې يو احساس لري چې ښايي ناسم او يا جعلي وي او احتمالاً په خلکو کې د وېرې، وارخطايي، بې نظمي او يا د ګدوډۍ رامنځته کیدو سبب ګرځي.»
دا قانون تېره اوونۍ د لږ مخکني خبرداری سره د پاکستان د ملي اسامبلۍ له خوا تصويب شوی وو، خو نن، سه شنبه د سنا مجلس له خوا تر تائيد وروسته د ژورناليستانو د سخت احتجاج سره مخامخ شو.
يوه مشر ژورناليست او د پاکستان د خبريالانو د اتحادیې غړي آصف بشير چودهری، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د پاکستان حکومت خبريالانو ته ډاډ ورکړی وو چې له دوی سره به مشوره وشي، خو نوموړي زياته کړه چې له دوی ټولو سره «خيانت او دوکه شوې.»
چودهري، وويل: «موږ په اصل کې د ناسمو معلوماتو پر وړاندې د يوه قانون غوښتنه کوله، خو کله چې دا کار د آزاد بحث له لارې نه بلکې د وېرې او جبر له لارې شوی وي نو موږ به یې پر هر شته پلېټ فارم وننګوو.»
اړونده موضوع: پاکستان ولې د انترنېټ د سخت کنترول نوي قوانين وضع کړي؟
نوموړي زياته کړې: «حتی د ديکتاتورانو په واکمنۍ کې قوانين داسې په زور د پارلمان له خوا نه دي تصويب شوي لکه دا حکومت چې یې تصيبوي.»
دا قانون به اوس د نهايي کیدو له پاره د ولسمشر مخې ته ايښوول کیږي.
شنونکي وایي چې د پاکستان حکومت چې په ټاکنو کې د درغليو له تورونو سره مخامخ دی، د خپل مشروعيت له پاره مبارزه کوي. پر دې سربیره د پاکستان يو تر ټولو محبوب سياستوال، پخوانی لومړی وزيرعمران خان د فساد د يو لړ تورونو له کبله په زندان کې دی چې د ګوند په حواله یې دا تورونه سياسي انګیزه لري.
د خان، د پلويانو او د ګوند مخکښ مشرانو پر وړاندې هم کلک چلند وشو او په زرونه یې ونیول شول.
په تېره فيبرورۍ میاشت کې د ټاکنو په ترڅ کې په ټاکنو کې د درغليو په تړاو د پوستونو تر نشريدو وروسته د ټولنیزو رسنیو ايکس شبکه هم تړل شوې وه.
د تلویزيون له لارې د عمران خان، نوم اخيستل هم منع دي او خبريالانو د خپلو پروګرامونو په زياتيدونکي توګه د څارنې څخه هم خبر ورکړی دی.
سناتور سيد شبلي فراز، چې د عمران خان، د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړی دی، نوی قانون «ډېر غېر ديموکراتیک» بللی او ويلي یې دي چې دا به د فعالانو «په سياسي توګه د قرباني کولو اور ته لمن ووهي.»
اړونده موضوع: ولي پاکستان د امریکا غږ پر اردو پاڼې بندیز لګولی؟
خو د پاکستان د حکومت يوه وزير تنوير حسين، وويل چې دا قانون به د ټولنیزو رسنیو پر کنترول تمرکز وکړي.
نوموړي وويل: «زه باور لرم چې په راتلونکي به د ټولنیزو رسنيو له کبله رامنځته شوې ګډوډي کنترول کړای شي.»
د بشري حقونو سازمان د ۱۹مې مادې په حواله په دې تېرو لسو کلونو کې په ټوله نړۍ کې د «ناسمو معلوماتو» پر ضد قوانين جوړ شوي دي چې جزايي مقررات هم پکې شامل دي، چې دا څه حکومت ته پر انترنت باندې د نظر د څرګندولو کنترول او د «جعلي خبرونو» تعقیبول آسانوي.
سازمان زياتوي چې دا ډول قوانين د هغه صحافت د لارې خنډ ګرځي چې په ټوله نړۍ کې د نظر او معلوماتو د آزادۍ له پاره هلې ځلې کوي.