د تېلو او ګازو پر کاروان د بريد مسئوليت بلوڅانو منلی دی
۱۳۹۹ مهر ۲۵, جمعهد دغه بريد مسئوليت د بلوچستان د آزادولو جبهې په نوم يوې بېلتون پالې پاڅون کوونکې ډلې منلی دی چې له لسيزو راهيسې په دغه سيمه کې عمليات کوي.
د دوو استخباراتي چارواکو په حواله د پاکستان د تېلو او ګازو د انکشاف د کمپنۍ اووه کارکوونکي د پاکستان د «فرنټیر کورپس» يا سرحدي ځواکونو د اتو غړو په شمول، وژل شوي دي. دغو چارواکو د نوم نه اخيسلو په شرط خبرې کولې ځکه چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله.
دغه بريد په اورماړا کې وشو چې د ګوادر بندر ته نزدې يو ښار دی. دغه سيمه د عربي سمندر په اوږدو کې د چينايانو له خوا جوړيږي. د ګوادر بندر د بيجنګ د «يوې لارې او يوه کمربند» پروژې يوه کليدي برخه ده چې چين له مرکزي او سويلي آسيا سره نښلوي.
بلوڅان په تېره د چين مهمې پروژې په نخښه کوي
د بلوچستان د آزادولو جبهې او د بلوچستان د آزادولو پوځ په نوم ډلې په د پاکستان په بلوچستان صوبه کې عمليات کوي چې د بېلتون غوښتنې په موخه يې ډېر بريدونه کړي دي.
په تېره د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په نوم څو مليارډي پروژه يې په نخښه کړې ده. د دغې پروژې له لارې به چې سړکونه او برېښناکوټونه پکښې رانغاړي، د پاکستان ګوادر ښار د چين له کاشغر سره وتړل شي.
د بلوچستان اعلی وزير، جام کمال، دغه حمله غندلې او يو «بزدلانه ترهګر بريد» يې بللی دی. بېلتون غوښتونکې تر دې بريد مخکې سږ کال د کراچۍ د ونډو پر بازار باندې، تېر کال په ګوادر کې پر انټرکانټينټال هوټل او په کراچۍ کې د چين پر قونسلګرۍ باندې د بريدونو پړه هم منلې وه.
(n.s/n.z(dpa,afp