«د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څېرمه ۵۰ وسله وال وژلي»
۱۴۰۴ مرداد ۲۱, سهشنبهد رويټرز خبري آژانس په حواله د پاکستان پوځ دا څرګندونو نن، سه شنبه (د ۲۰۲۵م کال د اګست ۱۲) کړي دي. پوځ زياته کړې ده چې دغه وسله وال یې د هېواد په جنوب لویدیځ کې په هغه سيمه کې وژلي چې د چين د يوه سړک او يوه کمربند د پروژو اصلي ټاټوبی دی.
اړونده موضوع: بلوچستان: وسله والو د پولیسو پر يوه مرکز هجوم ور وړی
پوځ د يوې اعلامیې په ترڅ کې زياته کړې ده دا وسله وال په بلوچستان کې د تېرې پنجشنبې ورځې راهېسې په پیل شويو عملیات کې وژل شوي دي، هغه سيمه چې اسلامپالي وسله وال او بلوچ بيلتون غوښتونکي دواړه پکې فعاليت کوي او د دغه ایالت په قدرتي وسايلو کې د ونډې ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي.
خو رويترز خبري آژانس ونه کړای شول د پوځ له خوا يادې شوې شمیرې په خپلواکه توګه تائيد کړي.
اړونده موضوع: د پټلۍ الوزولو تر پېښې وروسته بلوچستان ته د ريلګاډو تګ راتګ ځنډول شوی
خپلواک شنونکي او وسله والې ډلې تل وايي چې پاکستان د وژل شويو وسله والو د شمیر په اړه تل له مبالغې څخه کار اخلي خو د پاکستان پوځ دا تور ردوي.
د بلوچستان ایالت په دې وروستيو میاشتو کې د ناامنۍ ښکار دی. د يکشنبې په ورځ هم په مستونګ کې يو مسافر وړونکی اورګاډی د وسله والو د بمي بريد هدف ګرځېدلی وو چې د چارواکو په حواله پکې چا ته زيان نه وو رسېدلی. د دې تازه بريد په نتیجه کې د پاکستان د اورګاډو دولتي شرکت بلوچستان ته د څلورو ورځو له پاره د ريلونو تګ راتګ ځنډولی دی.