پاکستان یو ځل بیا پر افغانانو غږ کړی چې له دغه هېواده ووځي
۱۴۰۴ مرداد ۱۰, جمعهد پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کويټه کې لوړپوړي چارواکي مهرالله د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ د کورنیو چارو وزارت له خوا سپارښتنه ترلاسه کړه تر څو د ټولو افغانانو د بېرته ستنېدا یو تازه باعزته او منظم بهیر په لاره واچوو.»
په چمن کې لوړپوړي حکومتي چارواکي، حبیب بنګلزي، وویل چې د جمعې په ورځ «د ۴ تر ۵زرو پورې خلک چمن پولې» ته راغلي چې بېرته ستنېدا ته په انتظار کې دي.
په کندهار کې د افغانستان د مهاجرو د راجستر کولو د چارو مشر، عبداللطیف حکيمي، وویل چې دوی ته د جمعې په ورځ د افغانانو د بېرته ستنېدا په بهیر کې د ډېروالي خبر ورکړل شوی و.
سیاسي موخې او فشارونه
اسلام آباد په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په «تروریزم او جرایمو» کې په لاس لرلو تورنوي، خو کارپوهان وايي د پاکستان دغه اقدام په اصل کې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت د فشار په موخه دی تر څو هغوی په سرحدي علاقو کې پر وسله والو فعالیتونو خپل کنټرول ډېر کړي.
پاکستان په لومړي ځل په ۲۰۲۳ کې د افغانانو د ډلیز اخراج کمپاین په لاره واچاوه چې په اپریل کې یې له سره تازه کړ. له هغه وخت راپدېخوا له یو ميلیون ډېر افغانان له پاکستانه وتلي چې په هغو کې څه باندې ۲ لکو یې له اپرېل راهیسې پاکستان پريښی دی. پاکستان افغانانو ته خبرداری ورکړی چې په خپله خوښه له هېواده ووځي له دې پرته به ونیول شي.
د څو لسیزو مهاجرت او مېشتېدا
په اپریل کې په لاره اچول شوي کمپاین کې هدف د هغو څه باندې ۸لکه افغانانو اخراجول و کوم چې په دغه هېواد کې ېې د اوسېدو اسناد درلودل. په دوی کې داسې افغانان هم شامل دي چې په پاکستان کې زېږېدلي او یا ېې څو لسیزې هلته ژوند کړی دی.
پاکستان په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو په جریان کې د میلیونو افغانانو کوربتوب کړی. په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته هم په سلونو زره افغانان دغه هېواد ته واوښتل.
له ایرانه د افغانانو اخراج
فرانس پریس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې یو شمېر پاکستانیان هم نور د افغانانو د اوږدمهاله اوسېدا او امنيتي مسائلو څخه ستړي شوي او د حکومت د اخراج له پروسې خوښ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بل ګاونډي هېواد ایران هم د افغانانو د اخراج ستره لړۍ په لاره اچولې ده چې تر اوسه ېې شاوخوا یونیم میلیون افغانان بېرته خپل هېواد ته وښکلي دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران او پاکستان له خوا د افغانانو پر اجباري اخراجونو نیوکې کړي دي.
ایران او پاکستان د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي چې په میلیونونه افغانان پکې د ډېرو کلونو له پاره مېشت پاته شوي دي.
له آرشیف څخه: