شیخ رشید: د افغان سفیر لور نه ده اختطاف شوې
۱۴۰۰ تیر ۲۸, دوشنبهد روانې جولای میاشتې پر ۱۶مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر نجیب علي خیل لور سلسله علي خیل د نامعلومو کسانو له لوري د څو ساعتونو اختطاف او شکنجې وروسته بیرته خوشې شوه چې له کبله یې د افغانستان حکومت سخت غبرګون ښوولی دی او له پاکستانه یې د عاملینو د نیولو غوښتنه کړې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد، د پاکستان له جیو نیوز تلویزیونې شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د افغان سفیر لور سلسه علي خیل اختطاف شوې نه ده او دا چې په دې هکله پلټنې به ډیر ژر تکمیل شي. شیخ رشید همدا راز ویلي چې لومړي وزیر عمران خان ټینګار کړی چې دغه قضیه دې ژر تر ژره تکمیل شي.
شیخ رشید زیاته کړې: «همدا چې څېړنې بشپړې شي، موږ به نړیوالو رسنیو ته په ځانګړې توګه هغوی چې د هندوستان له لوري ګمراه شوي، د دې څېړنې په تکملیدو به حقیقت ته په رسیدو سره بریالي شو.» شیخ رشید زیاتوي چې په اوسنیو شرایطو کې «هندوستان زموږ پرخلاف د پروپاګند هیڅ فرصت« له لاسه نه ورکوي.
شیخ رشید له جیو نیوز تلویزیون سره په خپلو خبرو کې ویلي چې هغه [سلسله علي خیل] اختطاف شوې نه ده او موږ د امنیتي کامرو په یوه ویډیو پسې ګرځو څو څېړنې مو تکمیل شي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل: «دا یوه نړیواله دسیسه ده او دا د را [د هندوستان د استخباراتي ادارې] اجنډا ده او دوی دغه خبره په ټوله نړۍ کې خپره کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شیخ رشید دغو څرګندونو ته غبرګون ښوولی او د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره په دې هکله تلیفوني خبرې کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د حنیف اتمر له قوله راغلي: «غیر مسلکي څرګندونې او له وخته مخکې قضاوتونو د روانو څېړنو اعتبار چې لاهم بشپړ شوی نه دي او دوه اړخیزو اړیکو ته سخت زیان اړوي.»
کابل ته د افغان سفیر او دپلوماتانو تګ
د سلسه علي خیل تر اختطاف وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه خپل سفیر او جګپوړي دپلوماتان بیرته کابل ته راغوښتي او د یادې پیښې د بشپړې پلټنې غوښتنه یې کړې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي: «په پاکستان کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفیر د لور د اختطاف په دوام د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشرۍ له لوري، په پاکستان کې افغان سفیر او لوړپوړي ډیپلوماټان د هغوی د بشپړ امنیت خوندیتوب، د تهدیدونو تر رفع کیدلو، د اختطافچیانو تر نیول کیدلو او محاکمه کیدلو پورې کابل ته راوغوښتل».
دغه وزارت وايي چې ټاکل شوې په نیږدې راتلونکې کې یو افغان پلاوی پاکستان ته سفر وکړي څو دغه پیښه له نیږدې تعقیب کړي. همدا پرون د یکشنبې په ورځ، په پلازمېنه کابل او ننګرهار کې د پاکستان پر ضد احتجاجونه شوي او د یادې پیښې د څېړنې غوښتنه شوې ده. لاریون کوونکو له افغانستانه د پاکستان د سفیر د اخراج غوښتنه هم کړې ده.
بل لوري ته د رسنیو په حواله، په افغانستان کې د پاکستان سفیر هم پرون یکشنبه ماښام بیرته اسلام آباد ته تللی دی. د ډان نیوز په نامه انګلیسې ژبې پاکستانۍ رسنۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ویلي چې په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د یکشنبې په ماښام د افغان سفیر د لور د اختطاف په هکله د مشورو له پاره اسلام آباد ته رسیدلی دی.
طالبانو هم د سلسه علي خیل د اختطاف په هکله غبرګون ښوولی او له پاکستانه یې د څېړنې غوښتنه کړې. د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین، پرته له دې چې د سفیر د لور یادونه وکړي، پر خپله ټویټر پانه په دې هکله لیکلي: «په پاکستان کې د یوې افغانې نجلۍ اختطاف د بشریت خلاف او یو تیری دی.» سهیل شاهین زیاته کړې چې موږ د پاکستان له حکومته د عاملینو د نیولو او دوی ته د سزا غوښتنه کو څو دغه راز پیښې د دواړو ملتونو ترمنځ نفرت ډیر نه کړي او ناوړه ګټه اخیستونکي د سؤ استفادې فرصت ونه لري.
په افغانستان کې د جګړو له شدت سره هم مهاله، د افغانستان او پاکستان اړیکې تر پخوا ډیرې ترینګلې شوي او خپلو هیوادونو ته د دواړو هیوادونو د سفیرانو تګ ښايي دغه اړیکې لا پسې خرابې کړي.