محسن نقوي: امریکایي قانون جوړونکي د پاکستان پر ضد لمسول کیږي
۱۴۰۳ بهمن ۸, دوشنبهدپاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د امریکا په هیوسټن ښار کې له رسنیو سره په خبرو کې د امریکا د کانګرس له غړو سره خپلې خبرې اترې مثبتې بللې دي. خو هغه دا هم ویلي دي چې د امریکا د استازو د مجلس غړي «د پاکستان پر ضد لمسول» کیږي.
د ایسوشیډټ پرس اف پاکستان په حواله د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، اوس د امریکا په سفر تللی دی، چیری چې هغه په مختلفو محفلونو کې ګډون وکړ او مهم ملاقاتونه یې هم کړي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتې ۲۶) وویل: «دلته د پاکستان او د حکومت په اړه یې ډیره ګندګي خپرول کیدله، چې پاکول یې اړین و.»
نقوي زیاته کړه: «دلته د کانګرس د غړو او سناتورانو ذهن د پاکستان پر ضد له زهرو ډک کیږي، کوم چې زه یې له هیواد سره دښمني بولم. تاسې سیاست وکړئ، دا ستاسې حق دی، خو تر دې اندازې مخته مه ځئ چې پاکستان ته تاوان ورسیږي.»
د امریکا قانون جوړونکو او د بشري حقونو غړو په دې وروستیو کې پر کانګرس ټینګار کړی و چې په پاکستان کې د عام اتباعو پر وړاندې د نظامي محاکمو پر ضد دې له سختۍ څخه کار واخلي. همدارنګه د تحریک انصاف پاکستان (PTI) اپوزیسیون ګوند په نښه کولو له پاره د دیموکراسۍ ضد اقداماتو د بیرته لیري کیدو وکالت وکړي. نقوي دغه څرګندونې د همدغو اقداماتو په پسمنظر کې کړې دي.
تیر کال په پاکستان د ترهګریزو بریدونو د ډیریدو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې نقوي وویل چې امریکا ته یې د سفر اصلي موخه د امریکایي سیاستوالو په همکارۍ د ترهګرۍ ضد یوې اغیزمنې تګلارې جوړول دي.
هغه وویل: «هر څوک چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې وسله پورته کوي، هغوي ته به په اوسپنیزو لاسونو ځواب ورکړل شي.» هغه دا هم وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه یوازې د پاکستان جګړه نه ده، بلکې دا یوه ګډه جګړه ده.
د پاکستان او امریکا د اړیکو باریکۍ
پاکستان او امریکا د ګډو امنیتي انديښنو او متنوع ستراتیژیکو لومړیتوبونو پر مبنا ډیرې نازکې او پيچلې اړیکې لري. په امریکا کې د خبرو اترو پر مهال محسن نقوي هیله څرګنده کړه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره به د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې نوي لوري یا جهیتونه رامنځته کړي.
د تیرې سه شنبې په ورځ نقوي په واشنګټن کې له امریکایي سناتورانو، د پارلمان استازو او مختلفو مهمو شخصیتونو سره ولیدل.
د چین ضد مراسمو کې د خپل ګډون ردول
محسن نقوي خبریالانو ته وویل چې د چین پر ضد هیڅ ډول مراسمو کې یې ګډون نه دی کړی. نوموړي د تنکیو ځوانانو په یوه غونډه کې د خپل ګډون په هکله د رامنځته شوي تصور په «زهرجن پروپاګند» بللو سره، دغه تصور رد کړ.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي دي چې د ټولنیزو رسنیو د یو شمیر پوستونو په ګډون یو شمیر هندي رسنیو ادعا وکړه چې محسن نقوي د لابنګ ګروپ په داسې مراسمو کې ګډون کړی چې د چین د واکمن کمونیست ګوند پر ضد کمپاین کوي.
پاکستان له چین سره مستحکمي دوې اړخیزې اړیکې لري او بیجینګ د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز په ګډون په پاکستان کې په ډېرو پراختیايي پروژو کې پانګونه کړې ده چې د پاکستان د اقتصاد له پاره «د ژغورنې لاره» بلل کیږي.