بلوچستان: وسله والو د څلور پولیسو په ګډون اته تنه وژلي
۱۴۰۴ فروردین ۳, یکشنبهد بلوچستان سیمه ایز چارواکو د شنبې (د مارچ میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ وویل چې وسله والو کسانو په دوو بیلابیلو پيښو کې څلور پنجابي کارګر او څلور تنه پولیس په ډزو وژلي دي. د بلوچستان یوه سیمه ایز چارواکي علي ګل عمران ویلي: «یاغیان له موټرسایکلونو سره د پيښې ځای ته داخل شوي او څلور پنجابي کارګر چې د تجهیزاتو له پاره د کوهي کیندنې په برخه کې یې کار کولو په ډزو وژلي دي.»
د محمد اصغر په نوم د پولیسو یوه سیمه ایز چارواکي هم فرانسې خبري آژانس ته دغه پيښه تاییده کړې ده.
د پاکستان د نورو سیمو په پرتله په بلوچستان کې پر کارګرو بریدونه ډیر شوي دي؛ هغه ځای چیرې چې پاڅون کوونکي دوی له سرچینو څخه په ګټې اخیستنې تورنوي.
دغه پيښه د پاکستان د بلوچستان ایالت په منګوچر ښار کې چې له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري رامنځته شوې ده. د دې ایالت په نوشکۍ ناحیه کې په یوه بله پيښه کې څلور تنه پولیس د وسله والو په یوه کمین کې وژل شوي دي.
دغه سیمه د یوه مسافر وړونکي اورګاډي د محاصره کیدو د پيښې شاهده هم وه چې د چارواکو په وینا په دې پيښه کې شاوخوا ۶۰ تنه ووژل شول چې نیمایي یې بیلتون غوښتونکي ول چې دغه برید یې ترتیب کړی و.
دغه برید د «بي ال اې» یا بلوچ آزادي بخښونکي پوځ په نوم ملیشه ډلې له خوا ترسره شوی دی چې نور ایالتونه، د بلوچستان د طبیعي زیرمو په تالا کولو تورنوي.
تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د شنبې ورځې د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو په تیرو وختونو کې بلوچ بیلتون غوښتونکو دې ته ورته بریدونه کړي دي. په دې وروستیو کې په دغه ایالت کې دا ډول د وسله والو بریدونه په تکرار سره پيښیږي.
د روان میلادي میاشتې په لومړیو کې دری تنه سلمانان چې د سند ایالت څخه بلوجستان ته مهاجر شوي وو هم په ډزو وژل شوي ول.
همدارنګه په فیبرورۍ میاشت کې یاغیانو وروسته له دې چې یو مسافر وړونکی بس ودروه او د مسافرو هویت یې معلوم کړ اووه تنه پنجابي کارګر یې ووژل.
سربیره پر دې د تیر کال په اپریل میاشت کې وروسته له دې چې د مسافرو یو بس په نوشکي ښار کې وتښتول شو هم ۱۱ تنه پنجابي کارګران ووژل شول. همدارنګه د می په میاشت کې هم ۶ تنه سلمانان په ډزو وژل شوي دي.