پاکستان: په خضدار کې چاودنې ۵ کسان وژلي
۱۴۰۳ اسفند ۱۶, پنجشنبهد پاکستان د بلوچستان ايالت د خضدار سيمې د نال ټاون په يوه مهم بازار کې د چهارشنبې ورځې په چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور سخت ټپيان دي.
ځايي پوليسو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې چادونه په سیمه کې د جوړې شوې چاودېدونکي وسيلې (آی اي ډي( په واسطه شوې ده، چې له کبله یې په هدف شوي موټر کې اور ولګېد.
اړونده موضوع: پاکستان: بلوچ بیلتون غوښتونکو د مسافرو د وژنې پړه منلې
د پوليسو په حواله د چاودنې هدف د حکومت د ملاتړي يوه بلوچ قبايلي مشر عبدالصمد سمالاني، موټر وو. بم په بازار کې ځای پر ځای شوی او کله چې یې موټر له دغه سيمې تېرېده نو د ريموټ کنترول په وسيله چاودنه ورکړل شوه.
د معلوماتو په حواله عبدالصمد سمالاني، ټپی شوی دی او دمګړۍ تر درملنې لاندې دی. خو د نوموړي سره مل نور درې کسان ځای پر ځای وسوځېدل او مړ شول او دوو نورو بيا په روغتون کې ساه ورکړه.
د پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي وويل چې «د چاودنې د نوعيت په اړه پلټنې روانې دي.»
اړونده موضوع: پاکستان: د وسله والو له لوري د يوې امنيتي پوستې د نيولو هڅه ناکامه شوې
د دې بمي چاودنې پړه په سملاسي توګه کومې ډلې نه ده منلې، خو شک یې پر بلوچ بیلتون غوښتونکو باندې کیږي چې تر دې دمخه یې هم ورته بريدونه کړي دي.
د بلوچستان وزير اعلی سرفراز بګټي، پېښه غندلې ده او په پېښه کې د يو شمير کسانو د وژل کيدو له کبله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ټپیانو ته ښه طبي خدمات ورسوي.
سرفراز بګټي زياته کړې: «ترهګري به په هره بيه له منځه وړل کيږي او د سولې دښمنان به خپلو ناوړه هيلو ته ونه رسيږي.»
تر دې پېښې يوه ورځ د مخه، د خيبر پښتونخوا په بنو ښار کې پر يوې پوځي چاودڼې د وسله والو په بريد کې د ۵ عسکرو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول او شا او خوا ۳۰ نور ټپيان شول.
چاودنې دومره زورورې وې چې د نږدې پرتو يو شمير کورونو چتونه او ديوالونه ړنګ شول. همدا شان د پوځي چاوڼې دروازې سره نږدې پروت مسجد هم نړېدلی دی او احتمالاً به يو شمير لمونځ کوونکي ويجاړيو لاندې شوي ول.