د بلوچانو د همغږۍ کميټې پر مشرې د «ترهګرۍ» تورونه لګول شوي
۱۴۰۴ فروردین ۴, دوشنبهپه پاکستان کې د بشري حقونو مشهورې فعالې او د بلوچانو د همغږۍ کميټې مشرې ماه رنګ بلوچ، د جمعې په ورځ ويلي ول چې دې او يو شمير نورو فعالانو په کويټه کې د بلوچستان پوهنتون دباندې په يوه احتجاجي پرلت کې برخه اخيستې ده او د خپلو نيول شويو ملاتړو د آزادولو غوښتنه یې کوله. ماه رنګ بلوچ، ويلي ول چې پوليسو د دوی پر پرلت ډزې وکړې او په دې ترڅ کې يې درې کسان ووژل. خو پوليس بيا د دې مړو پړه پر احتجاج کوونکو ور اچوي.
پوليسو د شنبې په سهار وختي پر دې پرلت چاپه ووهله او بلوچ، او يو شمیر نور فعالان یې ونيول.
ماه رنګ بلوچ، چې د پاکستان د بشري حقونو يوه مشهوره فعاله ده، له اوږدې مودې راهېسې د بلوچانو د حقونو له پاره مبارزه کوي. د نوموړې په حواله بلوچان په اسلام آباد کې د حکومت له خوا د ځورول کیدو او له خپل سري وژنو سره مخامخ دي.
اړونده موضوع: فعالان: په بلوچستان کې په لسګونو تنه لادرکه شوي دي
د بشري حقونو د مدافعينو له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ماري لاولر، وويل چې هغه د ماه رنګ بلوچ، د نيول کيدو په اړه «ډېره اندیښمنه» ده.
د پوليسو د تورونو د فهرست په حواله چې د فرانس پریس خبري آژانس ليدلی دی، نوموړې او نور احتجاج کوونکي په ترهګرۍ، خيانت او قتل باندې تورن دي.
د کويټې يوه لوړپوړي ادارې چارواکي حمزه شفاقت، ويلي دي چې ماه رنګ بلوچ، او نور فعالان د عامه نظم د قوانينو پر اساس نيول شوي دي.
د ماه رنګ بلوچ، وکيل عمران بلوچ، تائيد کړې ده چې نوموړې د کويټې په يوه زندان کې ده.
د بخښنې نړيوال سازمان: بلوچ دې ژر تر ژره آزاده شي
د بخښنې نړيوال سازمان هم په دې منځ کې د نوموړې د آزادولو غوښتنه کړې ده. د بشري حقونو دې سازمان په پاکستان کې د بلوچانو د همغږۍ کمېټې د مشرې ماه رنګ بلوچ، پر نيول کيدو نيوکې کړي دي او ويلي یې دي چې نوموړې په غیر قانوني توګه نيول شوې ده.
د جنوبي آسيا له پاره د بخښنې نړيوال سازمان د ايکس پر شبکه په خپاره کړل شوي پېغام کې ويلي: «د ماه رنګ بلوچ، په غير قانوني توګه نيول کيدو راهېسې تر ۳۸ ساعتونو ډېر وخت شوی او هغه اوس هم د خپل وکیل او کورنۍ سره د ليدو اجازه نه لري.»
بلوچ، ته تېر کال امريکا متحده ایالاتو ته د سفر اجازه نه ورکړل شوه، چېرې چې نوموړې د «ټايم ميګزين» د «ظهور په حال کې مشرانو» له پاره جوړه شوې يوه غونډه کې بايد ګډون کړی وای.
د بلوچانو احتجاجونه تر ډېره د ښځو له خوا رهبري کیږي. ماه رنګ بلوچ، چې اوس شا او خوا ۳۰ کاله عمر لري، د ۱۶ کلونو په عمر یې هغه وخت په اجتجاجونو کې ګډون او فعاليت پېل کړ چې پلار یې لا درکه شو. د هغه جسد چې ویل کيږي چې په «جبري توګه لادرکه کړل شوی وو»، دوه کاله وروسته وموندل شو.
د مارچ میاشتې په پېل کې د بلوچ ليبريشن آرمي يا «بي ال ای» په نوم بيلتون غوښتونکې ډلې په بلوچستان کې پر يوه اورګاډي بريد وکړ او هغه یې برمته کړ. په دې پېښه کې په لسونو کسان وژل شوي ول.