پاکستان: یوه کان ته څېرمه چاودنې ۱۱ کسان وژلي
۱۴۰۳ بهمن ۲۶, جمعهد پاکستان د بلوچستان ایالت سيمه ایزو چارواکو وويل چې يوې لارۍ په هرنايي سيمه کې پراته د ډبرو سکرو کان ته دغه کان کېندونکي انتقالول چې پر يوه ماين ور برابره شوه.
د ملېشه يي ځواک يوه افسر وويل: «د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي چاوديدونکي توکې هغه وخت وچاودل کله چې پرې د ډبرو سکرو د يوه کان د کارکوونکي لارۍ ور برابره شوه.»
دې چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، زياته کړه چې دا ښايي له لېرې کنترول کیدونکی بم وو.
اړونده موضوع: په دوه جلا پېښو کې ۴ پاکستاني عسکر او دوه ماشومان وژل شوي
خو يوه بل حکومتي چارواکي شهزاد زهري، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې په پېښه کې لس کسان وژل شوي دي. نوموړي وويل: «د هرنايي سيمې په بريد کې لس کان کېندونکي وژل شوي دي.»
د سليم ترين، په نوم يوه بل چارواکي هم وويل چې کارکوونکي د «کار له ځای څخه بازار ته پر لاره وو چې موټر یې د بريد ښکار شو.»
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد مسئوليت نه دی منلی.
اړونده موضوع: پاکستان: بلوچستان کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده
يوه سيمه ایز حکومتي مشر حضرت ولي آغا، وويل چې د چاودنې پرمهال په لارۍ کې ۱۷ کان کېندونکي سپاره ول.
د يوه سيمه ایز روغتون يوه ډاکتر وويل چې د دوو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
په معدني سرچينو غني ایالت بلوچستان چې له ايران او افغانستان سره پوله لري، له څو لسیزو راهېسې پکې بلوڅ بيلتون غوښتونکي په تاوتريخوالي لاس پورې کوي. په دې وروستيو کې پکې نورې وسله والې ډلې هم فعالې شوي دي.