پاکستان: نا قانونه مهاجر دې د مارچ تر ۳۱ نیټې له هیواده ووځي
۱۴۰۳ اسفند ۱۸, شنبهد پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د ترهګریزو بریدونو او جرمونو پړه پر افغان مهاجرو ور اچوي. خو په افغانستان کې د طالبانو اداره دغه تورونه ردوي. په دغه سویل اسیایي هیواد کې افغان مهاجر د بهرنیو اتباعو تر ټولو لویه برخه تشکیلوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: «پاکستان یو ښه کوربه پاتې شوی دی او د یوه با مسئولیته حکومت په توګه به خپلې ژمنې پوره کوي. خو په پاکستان کې اوسیدونکي افراد باید ټولې قانوني غوښتنې پوره کړي.»
د مهاجرو د ستنولو لړۍ چې په ۲۰۲۳م کال کې پيل شوې
پاکستان په ۲۰۲۳م کال کې د ناقانونه بهرنیانو د اخراجولو لړۍ پيل کړې وه، په کوم کې چې اکثره افغان مهاجر شامل وو. حکومت په لومړي پړاو کې پر هغو بهرنیانو خپله توجه متمرکزه کړه چې هیڅ ډول قانوني اسناد یې نه درلودل.
په پاکستان کې د افغان مهاجرو شمیر
د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې په پاکستان کې له ۸۰۰ زرو ډیر کسان د افغان سټیزن کارډ درلودونکي دي، په داسې حال کې چې ۱،۳ میلیونه افغانان په رسمي ډول د پاکستان له حکومت سره ثبت او راجستر دي.
له دوی سره د «پروف آف ریزیډنس» یا PoR کارتونه موجود دي. خو په اعلامیه کې دا نه ده واضح شوې چې ایا دغه پریکړه د PoR کارتونو درلودونکي هم اغیزمنوي، که څنګه؟
تر ۸۰۰ زرو ډیر مهاجر بیرته ستانه شوي دي
د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې تر ۸۰۰ زرو ډیر افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. په مجموعي ډول په پاکستان کې شاوخوا ۲،۸ میلیونه افغان مهاجر موجود ول، چې په تیرو څلورو لسیزو کې د جګړو او کړکیچونو له کبله پاکستان ته مهاجر شوي ول.
امریکا او لویدیځو هیوادونو ته د تلو په تمه افغان مهاجر
په دغو مهاجرو کې زرګونه داسې افغان مهاجر هم شامل دي، چې په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو یو ځل بیا واک ته له رسیدو وروسته راهیسې پاکستان ته ورغلي او له دغه ځایه امریکا او لویدیځو هیوادونو ته د تلو په تمه دي.