د پاکستان پوځ د ۳۰ وسله والو د وژلو خبر ورکړی
۱۴۰۴ تیر ۱۳, جمعهد پاکستان پوځ نن جمعه د يوې اعلامیې په خپرولو سره دا خبر ورکړی دی. د پوځ په اعلاميه کې زياته شوې ده چې دغه وسله والو د پاکستاني طالبانو يا «تحريک طالبان پاکستان» ډلې سره چې ټي ټي پي هم بلل کیږي، او يا د دغه ډلې له متحدو سره تړاو درلود.
اړونده موضوع: باجوړ: د سړک د غاړې ماین چاودنې پنځه افسران وژلي
د پاکستان پوځ همدا راز د دې اعلامیې په ترڅ کې پر خپل ګاونډي هېواد هند د دې وسله والو څخه د ملاتړ تور ولګاوه.
پوځ همدا راز د خپلو امنيتي ځواکونو زړورتیا او مسلکي کړنه ستایلې ده.
په اعلامیه کې زياته شوې: «په ډېر مقدار کې وسله، تجهیزات او چاوديدونکي توکي هم ضبط شوي دي.»
د وسله والو دا مرګ ژوبله د شمالي وزيرستان په سرحدي سيمه کې رامنځته شوې چېرې چې تېره اونۍ يوه ځانمرګي بريد چې پړه یې پاکستاني طالبانو منلې وه، ۱۶ عسکر ووژل شول.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، هم امنيتي ځواکونه د «نفوذ د هڅې شنډولو» له کبله وستايل.
اړونده موضوع: خيبر پښتونخوا: کرمه کې د ماین چاودنه کې څلور کسان وژل شوي
د نوموړي د دفتر له لوري هم د جمعې په ورځ يوه اعلامیه جاري شوې چې پکې زياته شوې «موږ له هېواده د هر ډول ترهګرۍ په بشپړه توګه د له منځه وړلو هوډ لرو.»
لومړي وزير هم پر هند باندې تور ولګاوه چې په پاکستان کې اورپکۍ ته لمن وهي. هند او پاکستان تل پر يو بل د وسله والو څخه د ملاتړ تورونه لګوي.