پاکستان: د يوې پوستې د نیولو هڅه مو ناکامه کړې
۱۴۰۳ بهمن ۹, سهشنبهد پاکستان پوځ د يوې اعلامیې په خپرولو سره نن، سه شنبه (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۲۸) ويلي دي چې په دې پېښه کې پنځه بريد کوونکي چې دوه یې ځانمرګي بريدګر وو، وژل شوي دي.
زياته شوې چې دا بريد د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله سيمې پر يوه امنيتي پوسته شوی دی.
اړونده موضوع: د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د وسله والو بيلتون غوښتونکو پر ضد نوي عمليات ترسره کوي
د پوځ په اعلاميه کې زياته شوې: «زموږ د خپلو عسکرو له لوري پوستې ته د داخليدو هڅه په موثره توګه شنډه کړل شوې ده.» همدا شان زياته شوې چې پاکستاني ځواکونو وسله وال مجبور کړل چې په چاوديدونکو توکو بار موټر د پوستې دباندني ديوال سره ټکر کړي.
په اعلاميه کې د دوو عسکرو د وژل کیدو خبره هم شوې ده.
په بلوچستان ايالت کې چې په طبيعي زېرمنو غني دی او له ايران او افغانستان سره ګډه پوله لري، له لسیزو راهېسې د ناامنۍ ښکار دی او د بلوچانو د ياغيتوب سره لاس او ګريوان دی. دلته په دې وروستيو کې سخت دريځو اسلامپالو ډلو هم فعاليت ډېر کړی دی.
اړونده موضوع: بلوچستان: د وسله والو په برید کې ۷ پاکستاني عسکر وژل شوي
په اسلام آباد کې حکومت وايي چې دغه وسله وال په افغانستان کې روزل کيږي او له هغه ځايه په پاکستان کې د بريدونو پلانونه جوړوي. خو کابل دا تور په کلکه ردوي.