پاکستان وایي له طالبانو سره پر یوه میاشتني اوربند سلا شوي
۱۴۰۰ آبان ۱۸, سهشنبهتر دې دې دمخه د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هڅې شوي وې، خو کومه پایله یې نه درلوده. وروستۍ خبرې اترې په اګست میاشتې کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته پیل شوي او داسې ویل کیږي چې دغه مذاکرات په افغانستان کې د طالبانو په منځګړیتوب ترسره کیږي. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) چې له افغان طالبانو جلا ګڼل کیږي له څو کلونو راهیسې د پاکستان د حکومت پر ضد جنګیږي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري، په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د پاکستان حکومت له منع کړل شوي تحریک طالبان پاکستان سره پر یوه بشپړ اوربند راضي شوي.» د نوموړي وزیر په خبره په خبرو اترو کې د پرمختګ په ترڅ کې ښایي دغه اوربند تمدید هم شي.
رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستاني طالبان چې د نوبل د سولې جایزې ګټونکي ملاله یوسفزۍ د وژلو هڅه یې هم کړې وه، په تیرو څو کلونو کې د بمي او ځانمرګي بریدونو په ترڅ کې په زرونو پاکستاني پوځي پرسونل او ملکیان هم وژلي دي.
په دغه ډله کې پر نورو سربیره په پيښور کې پر آرمي پبلک سکول باندې د یوه برید په پایله کې د ۱۴۹ کسانو وژل هم شامل دي چې ۱۳۲ تنه یې زده کوونکي وو.
همدا د تیرې شنبې په ورځ پاکستاني طالبانو د هغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی چې په شمالي وزیرستان کې پکې څلور عسکر ووژل شول. د هغوی په خبره دغه برید یې د خپلو هغو څلورو جنګیالیو د غچ اخیستنې له پاره کړی وو چې تر بريد دوې ورځې دمخه وژل شوي ول.
د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر فواد چوهدري په وینا دغه اوربند به د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې وي او د دولت حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا به تضمینوي.
رویټرز خبري آژانس د يوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې پاکستاني طالبانو چې د بشپړ اوربند له پاره یې د خپلو یو شمیر بندیانو د آزادیدو شرط ایښی وو «خبرو اترو ته چمتو دي چې په دغه هیواد کې د تل پاتې سولي د رامنځ ته کیدو سبب شي.»
ویل شوي دي چې اوربند به د سه شنبې له ورځې د دسمبر میاشتې تر نهمې نېټې پورې نافذ وي او که چیرې دواړه لوري توافق وکړي، نو تمدیدای هم شي. ویل شوي دي چې د سولې پروسې د څرنګوالي له پاره ځانګړې کمیټې جوړې شوي دي.
دغه توافق وروسته له هغې کیږي چې د پاکستان حکومت د یوې بلې سخت دریځي ډلې تحریک لبیک پاکستان (ټي ال پي) سره یوه توافق ته رسیدلی وو. دغې ډلې څو ورځې د تاوتریخوالي ډک احتجاجونه وکړل.
تحریک طالبان پاکستان د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ترهګرو سازمانو په لېست کې شامل دی.