المان کې د منل کیدو ژمنه لرونکي افغانان پاکستان کې نیول شوي
۱۴۰۴ مرداد ۲۳, پنجشنبهتر ۲۰۰۰ ډیر افغانان چې د المان له خوا یې د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې ده په پاکستان کې انتقاليدو ته په انتظار دي.
د پاکستان د سیمه ایز پولیسو ویاند ویلي دي چې چارواکو په دغه هیواد کې څو افغانان چې د المان له خوا یې د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې، نیولي دي. همدارنګه ویل شوي چې لږ تر لږه ۲۰ کسان په پلازمېنه اسلام آباد کې د اخراج مرکزونو ته لیږدول شوي دي.
د المان خبري آژانس ته د یوه افغان پيغام رسېدلی دی چې لا دمخه د پيښور سرحدي ښار ته انتقال شوی دی. یو کس له هغو افغانان چې په هوټلونو کې د انتظار شپې سبا کوي ویلي دي چې کورنیو د نیول کیدو له ویرې خپل بکسونه تړلي دي.
د چهارشنبې په ورځ د افغان پناغوښتونکو پر یوه کمپ پولیسو چاپه ووهله او د پنجشنبې په ورځ هم څو افغان کورنۍ نیول شوي دي.
د المان دوو ورځپاڼو د باخبره کسانو په حواله رپوټ ورکړی دی چې په پاکستان کې یو شمیر افغانان چې د المان له خوا یې د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې ده، لا دمخه خپل هیواد ته اخراج شوي دي.
د «لوفت بروکه» بنسټ هم رپوټ ورکړی دی چې دغه افغان پناه غوښتونکي مخکې افغانستان ته بیرته ستنیدو ته اړ کړای شوي دي.
د «ولټ» ورځپاڼې د رپوټ په اساس د الماني چارواکو او «جي آي زیډ» د کارمندانو له خوا هڅې روانې دي، څو د پاکستان حکومت دې ته قانع کړي چې هغه پناه غوښتونکي کوم چې په المان کې منل شوي اخراج نه کړي.
د المان له خوا د منل کیدو پروګرام دریدل
د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو واک ته رسیدو راهیسې افغانان له مختلفو لارو په المان کې منل شوي دي. د المان ائتلافي حکومت دغه هیواد ته د افغانانو د انتقالولو پروګرام ځنډولی دی.
د المان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د جون میاشتې له ۲۰ نیټې څخه ۲۴۰۰ افغانان د المان ویزې ترلاسه کولو له پاره په پاکستان کې منتظر دي.
د المان د کورنیو چارو وزارت په حواله په هغو افغانان کې چې د منل کیدو ژمنه یې ترلاسه کړې ده شاوخوا ۳۵۰ تنه یې د الماني موسیسو پخواني سیمه ایز کارکوونکي او د هغوي کورنۍ دي چې په پاکستان کې د ویزې ترلاسه کولو ته په تمه دي.
په وروستیو میاشتو کې پاکستاني چارواکو څو افغانان چې په المان کې یې د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې وه، په موقت ډول نیولي دي.